۸صبح، کابل: د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د عشایري ورزشونو په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د قرغیزستان پلازمېنې بشکیک ښار ته لاړه.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس سه شنبه د وږي پر ۱۰مه، راپور ورکړی چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله له ۱۰ چاپاندازانو او یوه روزونکي جوړه ده.
د راپور له مخې، دغه لوبډله د ۲۰۲۶ کال د عشایري ورزشونو په شپږم پړاو نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي چې کوربه یې قرغیزستان دی.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د طالبانو تر کنټرول لاندې د وزلوبې، نیزهوهنې او محلي ورزشونو د ملي فډراسیون د رییس غلام سرور جلال په مشرۍ بشکیک ته تللې ده.
ویل شوي چې په بشکیک کې د عشایري ورزشونو په دې پړاو نړیوالو سیالیو کې د دودیزو ورزشونو سلګونه لوبغاړي سیالي کوي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۶ کال د عشایري ورزشونو نړیوالې سیالۍ د قرغیزستان په کوربتوب او د ۱۰۶ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون پرون د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې له پیلېدو سره هممهاله پیل شوې او د وږي تر ۱۶مې پورې به په بشکیک کې دوام وکړي.





