که سیاسي پراختیا د «مشارکت زیاتوالي»، «سیالۍ او تصمیم» او «د اقتدار عقلاني کولو» پر لور د بېلابېلو بدلونونو یو بهیر وګڼو، د سیاسي ټولنې رول به پکې اساسي وي. د ټولنیز جوړښت ډول او پکې فعالې ډلې د سیاسي نظام ډول تعیین کولای شي. سیاسي نظام د فرهنګي او ټولنیز نظام محصول دی.
د ټولنیز او سیاسي نظامونو ترمنځ ناشلېدونکې اړیکو او یو پر بل اغېز ته يې په کتو، له دې انکار نه شو کولای، چې په هېواد کې د ټولنې او سیاسي واکپالنې ترمنځ د یو بل منلو اړیکه نه وه. لکه څنګه چې نغوته ورته وشوه، سنتي ډلې په هېواد کې فاتح ځواک جوړوي. او نوې منځنۍ طبقې؛ کارګر او پانګوال، په وروستۍ پېړۍ کې ښار کې د اوسېدني د ټيټې بیې، د صنعت نه ودې او د لیک لوست ټيټې کچې له کبله د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو بدلونونو کې جدي رول ونه شوای لوبولی.
په افغانستان کې د قدرت اصلي لوبغاړي د قبیلو علما، سنتي اشراف او محافظه کار دي، چې د ټولنیز پراخ مقام له کبله يې دولت تر خپل واک لاندې راوستی دی. د هېواد ټولنیزو ځانګړنو مدرنې ټولنې ته د بدلون چانس ډېر کم کړی دی. داسې چې د اوسني ټولنیز جوړښت په ساتلو سره، نویو بنسټونو جوړولو، د افرادو او ډلو ټولنیز مقام بدلولو، عادل ټولنیز نظام، له اوسني سیاسي جوړښت سره هېواد ټولنیزو ځانګړو په اړیکې سره د عادلانه رابطې تعریف کولو او د ټولنیز جوړښت او سیاسي نه توسعې ته لار پرانیستلی شي. په وروستۍ پېړۍ کې د هېواد ټولنیز نظام څو ځانګړې درلودې، چې همدا ځانګړنې د نظام د پاېښت او دوام لپاره ګټوره لار وه.
د سیاسي ټولنې نه منل
د افغانستان په شان دودیزه ټولنه کې سیاسي چلن د غیرمدني اوصولو پر اساس کېږي. دا اصول په دې توګه دي: تاوتریخوالی، غیرت، تعصب، ډلبندي. که د سیاسي ټولمنښت «د پوهې یو بهیر چې له مخې يې خلک په ټولنه کې خپل رول له سیاسي نظام سره د اشنايۍ تر څنګ د اطلاعاتو، تجربو او دندو له لارې، زده کړي» وګڼو، دغه بهیر په افغانستان کې ښه وده نه ده کړې او هېوادوال پر خپلو دندو، حقونو او رول سم پوه شوي نه دي.
په افغانستان کې دودیز افراد او ډلې د ملت او هېوادوالو په نامه تر یوه سیاسي نظام لاندې چې د یوه بل حقونو ته احترام ولري، نه دي راغلي.
دلته دولت د طبیعي ازادیو او دودونو د واکمنۍ دښمن ګڼل شوی دی. خلکو تل له دولته د قبیلو مشرانو ته پناه وړې ده او د قبیلو مشران د خپلو دودیزو ارزښتونو تابع دي چې له سیاسي ټولنې سره په ښکاره په تضاد کې دي. په قبیله يي نظام کې د قبیلې چاپيریال د قبیلې د افرادو، سیاسي جغرافیه جوړوي او دا دې لامل کېږي، چې د قبیلې غړي ملي او پراخې جغرافیې ته زړه ښه نه کړي؛ خو که مذهبي مشران په دیني تعلیم کې له هېوادنیو ارزښتونو څخه په استفادې سره لویو قبیله يي باورونو ته ژمن کړي.
قبیله يي ژوند د تاوتریخوالي، ننګ او خپل خپلوۍ او ورته نورو عواملو تابع دی، دا عوامل یو له بل سره د افرادو تعامل له کړاو سره مخامخوي.
د «تاوتریخوالي» اصل تل قبیلې او قومونه یو له بل سره په جګړه او تربګنۍ کې ښکېلوي. قبیلې ښايي په لومړیو کې د خپلو لانجو د حل لپاره «جرګې» یا مشرانو ته مراجعه وکړي؛ خو هغوی که خپل غچ هر څومره شا ته هم وغورځوي، پر سوله ییز جوړجاړي يې ښه ګڼي.
په غج اخیستنه، تاوتریخجن غبرګون، د خپل حریم دفاع او قومي او کورني ارزښتونو کې «حیثیت» یا «ننګ» د قبیلې او قومونو د غړو محرک ځواک دی.
د یوه پردي یا بېګانه لخوا یو ناوړه چاره د یوې کورنۍ یا قبیلې حیثیت او عزت له خاورو سره خاورې کوای شي. په دې صورت کې د جبران یوزاینۍ لار بالمثل عمل دی، په ځانګړې توګه کله چې د ناموس، د قبیلې د رییس سپکاوی، د مال یا څارویو په زور بېول او له یوې سیمې څخه د یوې ډلې په زوره شړل پکې شامل وي، د دغو چارو پایلې ډېرې درنې وي.
د «غیرت» اصل د ځان منښت او د بل د شړلو پر اساس جوړېږي. دا اصل مذهبي، سیمه ییز (سیمه ییزه جغرافیه) او د پيروۍ دروزونه جوړوي.
د «غیرت» تر ټولو شدیده بڼه د پښتنو، تاجک، هزاره او اوزبک ټبرونو ترمنځ د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو پړاونو کې رامنځته شوی، چې د ژورې بدبینۍ او د یو بل څنډې ته د پورې وهلو سبب شوی دی.
د «قشربندۍ» اصل په قبیله يي او کلیوالي نظام کې تغییر نامنونکي ځای ته اشاره کوي، لکه ملک، خان او سردار. په دې قشربندي کې فرد او ان کورنۍ او ډله په ګرانه خپل ځای یا مقام بدلولی شي. ټولنیزه قشربندي د فردي ازادیو او د هېواد د اتباعو ترمنځ د برابرۍ د مخینوي سبب کېږي.
د ټولنیز تحرک نشتوالی
په دودیزه ټولنه کې رول او مناسبات ثابت او بنسټونه له محسوسو تغییراتو پرته پاتې کېږي. فرد په دې هڅه کې دی، چې ځان پر ټولنې له واکمنو تګلارو او قوانینو سره غاړه غړۍ کړي، ځکه هغه په اساني پوهېږي، چې د قوانینو ماتول له قبیلې، کلي او کورنۍ له شړلو سره یوشان ده او دورن بار او لګښتونه به پرې ومنل شي.
د شلمې پېړۍ له پیل او تر ۸۰ لسیزي پورې په افغانستان کې له کلیوالي جمعیت سره د ښاري جمعیت په تناسب کې ډېر کم بدلون پيدا کولی شو او دا د انساني مهارتونو، ژوند، کار، معشیت او اړیکو ثبات ښيي، چې ويې نه شو کړای، په دې اوږده موده کې د افغانستان غرو لمنو ته ځان ورسوي.
د ټولنیز ژوندانه نظم د کورنیو په ترکیب او پلارواکۍ ولاړ دی، چې ښځه پکې په کورنیو چارو کې د کورنۍ محور دی. پلار یا نیکه هم په کلي کې د کورنۍ محور او همداراز خان او ملک بیا په قبیلې کې د ټولي یا اجتماع محور بلل کېږي. د ژوندانه نظم هم تر کورنیو جګړو پورې پاموړ بدلون نه دی کړی. اقتصاد پر کرکیلې او مالدارۍ ولاړ و او ډېر کم پر سوداګرۍ چلېده.
منځنۍ ډله لکه لیک لوستي، اداري کارکوونکي او روڼاندي هم تر روانې لسیزې ټولنیز مقام نه لاره. د ټولنیز تحرک نشوالی د ټولنیزو او اقتصادي اړیکو مناسباتو زمینه له منځه وړي او ډلې او افراد نه پرېږدي، چې خپل رول بدل کړي. په داسې شرایطو کې د سیاسي او مدني بنسټونو جوړول، په قدرت کې ګډون او د اوسني وضعیت ننګول نامطلوب او بې ګټې بلل کېږي.
سمتپالنه
په دودیزه ټولنه کې افراد او ډلې په طبیعي توګه په هغو جغرافیايي واحدونو کې چې ورپورې تړلي دي، د روابطو، خدماتو او ملاتړ محدودلو ته تمایل لري. سیمه یيز جغرافیايي واحدونه کولای شي، د سیمې ترمنځ په اړیکو کې د کرکې بنسټ وګرځي. نمونې يې په دولتي او ټولنیزه کچه په اداري ګومارنو او سیاسي خپل خپلوۍ کې لیدلی شو. سمتپالنه د افغانستان په لویو قومونو کې د سمتي او نژادي درزونو په زیاتوالي سره تر جغرافیايي واټنونو زیاته او په ډاګه لیدل کېږي.
د یوې جغرافیې مدیران چې هرکله یوه مقام ته رسېدلي، د خپلې ادارې به اداري کادر کې یې بدلون د کلیوالي خپل خپلوۍ او قوم پر اساس راوستی دی. ان خلق ډموکراتیک ګوند، اسلامي ګوندونو او د مجاهدینو دولت ایډیالوژیکو ښوونو هم د قومپالنې مخه ونه شوای نیولی یا یې کمزوری نه کړ.
په ټوله کې، یاد ټولنیز او جوړښتي ځانګړنو د ټولنیز وفاق په جوړښت، ملت جوړونې، ګډون منلو، متوازنې ودې او هویت جوړونې کې رول لوبولی دی او په شدت سره د مدرنو سیاسي ارزښتو پر وړاندې راپورته شوي دي.
پایله
افغانستان کې د ټولنیز جوړښت ترکیب په دې ټولنه کې د سنتي ډلو برلاسي ښيي. دا ډلې په طبیعي توګه غیرډموکراتيکه مساله ده. غیرډموکراتيک چاپیریال کولای شي، ټولنه کې د هغوی ګټې او ځای وساتي. د سنتي ډلو رفتاري رسم او د هغوی ټولنیزې اړېکې، له فردیته تېښته تولیدوي، چې په هغې کې د ټولیزې، قبیلې، کورنۍ، ځای یا فرقې ګټې پر فردي ګټو برتري مومي. دا په دې مانا ده، چې ټولنیز جوړښتونه د غیرفردي ګټو پر بنسټ جوړ شوي او عمل کوي. دا ګټې د سنتي مشرانو له لوري تعریف شوي او استازیتوب یې کېږي. دې استازولۍ کې د ولسي کتلو ګډون نه احساسېږي؛ ځکه ډېری ګټې د ارزښتونو، لاستهراوړنو او شرف له ډلې دي، چې اصول یې په پخوا وخت کې تثبیت شوي او د کورنۍ مشران یې له ځوانانو ښه درک او ساتلی شي. دا د دې لامل کېږي، چې واک د قبیلو له مشرانو سره پاتې شي. پر رهبرۍ تمرکز د قبیلې مشرانو ته اجازه ورکوي، چې د قبیلې او کلي ټولې چارې کنټرول کې واخلي او عمل پرې وکړي. ټولنیز باور او نفوذ هم دا نقش پیاوړی کوي.
سنتي رهبرانو کې د واک تمرکز د «فرد» او «نهاد» ترمنځ د مرزونو د وېش د له منځه تللو لامل شوی دی. بنسټونه خپل باور له فرد (رییس او د قوم له مشر) څخه اخلي او د فرد رایه له هر ډول اتوریتې بهر ده.
د نهاد اتوریته له فرده اخیستل کېږي او واکمن کس د خپل ځای له بنسټیزوالي په ګټنې، نامحدوده واک ترلاسه کوي، چې کولای شي ټولو برخو کې رول ولوبوي. د رفتار او پرېکړې نیونې فردیت، د نهادونو د تصمیم نیونې او عمل مخنیوی کوي او دا د خپلواکه نهادونو د رامنځته کېدا او له یو بله د هغوی د بېلوالي لامل کېږي.
دغه راز قومي او قبیله يي ډلې پر سنتي مشروعیت د تکیې له کبله چې هغه په خپلوۍ، ځايي (سمتي) یا مذهبي اړیکو ترلاسه کېږي، له رهبرانو اطاعت او وفاداري د هغوی د ټولنیزو خدماتو له وجې نه بولي؛ بلکې هغه د غیراکتسابي (محلي او تباري تړلتیا) له کبله بولي. یوازې د رهبرانو کړنې نه شي کولای، د تړلتیا یا بېلتیا معیار وبلل شي. دا په سیاسي برخه کې د د واک د عقلاني کېدو مخنیوی کوي.
په پایله کې ټولینز اطاعتي جوړښت د سیاسي مشارکت د پراختیا، د نهادونو د رامنځته کېدا او بېلوالي او د اقتدار د عقلاني کېدا د مخنیوي لامل کېږي.