۸صبح، تخار: په تخار کې سرچینې وایي چې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو د ملکي خدماتو او بېلابېلو بنسټونو یو شمېر کارکوونکي د لامل له وړاندې کولو پرته له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې خپل نږدې کسان ګمارلي دي.
یوه کارکوونکي د خپل نامه د نه خپرېدو په شرط د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي په ۲۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په تخار کې طالب مسوولینو ۲۷ ملکي کارکوونکي په داسې حال کې له دندو ګوښه کړي چې هره ورځ به حاضر وو.
ددغه کارکوونکي په وینا، طالبانو آن د سیمه ییزو ارګانونو ته د ژوندیو کارکوونکو د مړینې مکتوبونو لېږلي او پر ځای یې، د نورو کسانو د ګمارلو غوښتنه کړې ده.
سرچینې جوته کړه چې دغه کارکوونکي په یوه لیک کې د د سیمه ارګانونو ادارې ته ټولې ستونزې وویلې، خو هېڅ ډول ځواب یې نه دي ترلاسه کړی.
په همدې حال کې، په سیمه ییزو ارګانونو کې یوه سرچینه همم دغه مسایل تاییدوي.
هغه وایي چې یوه کس دوی ته ورغلی و چې خپله ژوندی دی، خو طالبانو سیمه ییزو مسوولینو دده د مړینې مکتوب له تخاره کابل ته لېږلی دی او د بل کس د ګمارنې غوښتنه یې کړې ده.
په تخار کې یوې بلې سرچینې وویل چې سیمه ییزو طالبانو په کار پوه خلک د احوالو د ثبت له ادارې، ترانسپورت او پوهنې ګوښه کړي او پر ځای یې داسې کسان ګمارلي چې له اداري کار سره هېڅ ډول پېژندنه نلري.
د تخار یوه اوسېدونکي وویل چې پلار یې د نفوسو د احوالو په ثبت کې مدیر و، خو د لامل له څرګندېدو پرته، له خپلې دندې ګوښه شوي دی.
د هغه په وینا، پلار یې د آزادې سیالۍ له لارې په دغه بست کې ګمارل شوی و او کلونو یې خدمت کړی و، خو اوس یې پر ځای داسې بل کس ګمارل شوی چې آن ددغه دندې د مخته بېولو لپاره پوره پوهه نلري.
د تخار د ترانسپورت ریاست یو کارکوونکی هم وایي چې دندې ته یې د هرې ورځنۍ حاضرېدو سربېره، طالب مسوولینو هغه له څو نورو همکارانو سره یو ځای له دندې ګوښه کړی دي.
د ترانسپورت ریاست دغه کارکوونکي په وینا، د طالبانو سیمه ییز مسوولین ددې پر ځای چې په داسې حساسو شرایطو کې له خلکو ملاتړ وکړي، هغوی له دندو ګوښه کوي او پر ځای خپل کسان ګماري.
د تخار ځینې نور اوسېدونکي هم له شته وضعیته شکایت لري او وایي چې نوي ګمارل شوي کسان له اداري کارونو سره بلد نه دي.
د هغوی په وینا، اوسمهال یې د اسنادو د مراحلو بشپړي کول له ستونزو سره مخ دي او په ځینو مواردو کې څو اوونۍ په تمه کیږي تر څو چې کار یې ترسره شي.
هغوی له طالبانو غواړي چې د خلکو کسانو ترڅنګ دې، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو په اړه هم فکر وکړي او هغوی په ادارو کې لالهانده نکړي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې د نورو احکامو له مخې د تخار په ګډون د ۳۴ ولایتونو، د عامې روغتیا، د محکمې رییسان او قاضیان له دندو ګوښه شوي او پر ځای طالبانو پورې تړلي کسان ګمارل شوي دي.