۸صبح، کابل: فرانسپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې په تېرو درېیو کلونو کې ډېر شمېر افغان مېرمنو او نجونو له زدهکړې او کار څخه د محرومیت له کبله کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې ده.
نوموړي خبري اژانس یکشنبه د لیندۍ پر ۴مه د هېواد یو شمېر سوداګرو مېرمنو په حواله لیکلي چې هغوی هڅه کوي څو د خپلو کورنیو لپاره اړتیاوې پوره کړي.
یوه له دې مېرمنو څخه زینب فیروزي ده چې د غالۍ اوبدلو له لارې د خپلې کورنۍ ملاتړ کوي.
مېرمن فیروزي لسګونه هغه مېرمنې او نجونې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او یا هم د طالبانو د بندیزونو له کبله له زدهکړو محرومې شوې دي، په دې کوچنۍ کارخونه کې پر کار ګمارلې دي.
د راپور پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو کار د پام وړ کم شوی دی.
په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په حواله راغلي چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې ښځو د دولتي سکټور د کارکوونکو ۲۶ سلنه برخه جوړوله چې دا مهال صفر ته راکښته شوې ده.
همداراز ۲۸ کلنه طوبا زاهد په کابل ښار کې د یو ماشوم مور ده چې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د کار او زدهکړې له بندیز وروسته یې د مربا او ترشي جوړونې ته مخه کړې ده.
هغه ویلي دي: «زه د سوداګرۍ نړۍ ته دننه شوم چې د ښځو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړم او هغوی وکړای شي داسې عاید ترلاسه کړي چې لږ تر لږه د دوی بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.»
ورته مهال، د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنايع خونې (AWCCI) مشرې فريبا نوري ویلي چې د طوبا زاهد په څېر ښځې پلورونکي نه شي کولاى په خپله بازار ته د خپلو توليداتو د ترويج او پلور لپاره لاړې شي.
د نوري په وينا، له دې ننګونو سره سره د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دې خونه کې د کوچنیو کارخونو د ثبت شمېر ډېر شوى دى.
د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایع خونې مشرې چې شاوخوا ۱۲ کاله سوداګره وه، زیاته کړې په تېرو درېیو کلونو کې د کارخونو شمېر له ۶۰۰ لویو کارخونو څخه ۱۰ زرو ته لوړ شوی چې ډیری یې کوچنۍ او کورنۍ کارخونې او یو څو لویې کارخونې دي.
له دې ټولو سره سره، يو شمېر مېرمنې چې په دې کوچنیو کارخونو کې کار کوي وايي، عايد یې د خپلو کورنيو اړتياوې نه پوره کوي.
د یادونې ده چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د ښځو پر زدهکړې او کار شدید محدودیتونه ولګول.
دې محدودیتونو هغو کورنیو ته چې ښځې یې سرپرستانې دي، ډېر زیان رسولی دی.





