په افغانستان کې لګول شوي بېلابېل محدودیتونه د خلکو ژوند ته درنې اغېزې اړولې دي چې نه یوازې د هغوی د ورځني ژوند په شرایطو کې تنګوالی راغلی، بلکې اقتصادي برخه یې هم تر اغېز لاندې راوستې ده. دا محدودیتونه د اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې ستره خنډونه ګرځېدلي چې په نتیجه کې یې په هېواد کې بېلابېلې اقتصادي چارې تر سخت فشار لاندې راوړي دي. په کندهار ولایت کې د تفریحي ځایونو او ژوبڼونو مسوولان وایي چې د طالبانو له خوا پرلهپسې لګول شوي محدودیتونه د دوی فعالیتونه په جدي ډول زیانمن کړي دي. د هغوی په خبره، کله چې طالبانو تفریحي ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه، د دوی چارې تر ډېره پورې اغېزمنې شوې دي.
په کندهار کې یو شخصي ژوبڼ چې د حیواناتو ساتنه کوي، یوازې نارینه کولای شي چې دغه ژوبڼ ته ورشي او د تفریح لپاره خپل وخت په کې تېر کړي. د ژوبڼ مسوولان وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې لوري ورته لارښوونه شوې چې ښځو ته دې د ژوبڼ د لیدنې اجازه ورنه کړل شي. د ژوبڼ یو مسؤول چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم نه دی یاد شوی، وايي چې د دې ژوبڼ په جوړولو کې شخصي لګښتونه شوي، په دې کې ۲۰ ډوله حیوانات ځای پر ځای شوي، خو د لیدونکو شمېر یې کم دی او په عمومي توګه دا ژوبڼ له مالي ماتې سره مخ دی. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «زموږ په ژوبڼ کې ۲۰ ډول جالب حیوانات او مرغۍ شته، خو بیا هم لیدونکي کم دي. ډېر کم لیدونکي راځي. ښځې خو بالکل نشته او نارینه هم یوازې هغه وخت راځي چې د خپلې کورنۍ غړي ورسره نه وي.»
د کندهار ښار کې د مختلفو تفریحي پارکونو مسوولان هم په ورته توګه څرګندونې کوي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د دوی د پارکونو د فعالیتونو پر وړاندې ستر خنډ ګرځېدلي دي. د کندهار په عینو مېنه کې د یو تفریحي پارک مسوول چې احمد (مستعار) وايي چې دا پارک له شاخوا ۱۰ کلونو راهیسې فعالیت لري، خو اوس یې وضعیت د سقوط په درشل کې دی. هغه وايي چې په تېرو وختونو کې ښځې او کورنۍ په پارکونو کې د خپلو ورځنیو فعالیتونو لپاره راوتلې چې دا د پارکونو د عایداتو باندې ښه اغېز درلود، خو اوس، د ښځو پر ورتګ د بندیز له امله، خلک یوازې لږ وخت په پارکونو کې تېروي او په وینا یې، د پخوا په پرتله د خلکو تګراتګ ډېر کم شوی دی.
دی وايي: «په تېرو وختونو کې به کورنۍ خپلې ښځې او ماشومان راوستې، او دې کار زمونو پر عایداتو ډېر ښه اغېز درلود، خو اوس چې ښځې پارکونو ته نه شي راتللی، پارکونو ته د خلکو تګراتګ کم شوی او د عایداتو کمښت سره مخ شوي یو.» په کندهار ولایت کې اوس مهال ګڼ شمېر تفریحي پارکونه شته، خو د تفریحي ځایونو مسوولان خبرداری ورکوي چې که دغه محدودیتونه دوام وکړي، ډېر پارکونه به له سقوط سره مخ شي.
هغه وايي: «پخوا به هر سړی د خپلې کورنۍ د ښځینه غړو سره دلته راتلو، شپې به یې په پارکونو کې تېرې کړې، زموږ څخه به یې پیر او پلور کاوه، خو اوس چې ښځې پارکونو ته نه پرېښودل کېږي، خلک یوازې یو ساعت لپاره راځي او بیا بېرته کورونو ته ستنېږي. په کندهار ولایت کې ډېر زیات پارکونه شته، خو که بندیزونه همداسې دوام وکړي، ټول به سقوط وکړي.»
د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي هم په تفریحي سیمو کې د ښځو نه ګډون ته اندېښنه لري او وايي چې باید د ښځو لپاره تفریحي ځایونو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي. د کندهار یو اوسېدونکي، امینالله، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې ښځې چې پارکونو ته تګ کوي، ټول حجاب کوي، خو بیا هم طالبان د هغوی پر ورتګ بندیز لګولی دی.
دی زیاتوي: «که بندیزونه زیات شي، د خلکو اقتصادي ستونزې به هم لوړې شي. په دې کې هېڅ ستونزه نشته چې یو څوک خپلې ښځینه غړې په حجاب او پرده کې تفریحي ځای ته بوځي. باور وکړئ، موږ ټول اوس پر رواني ستونزو اخته یو. هره ستونزه چې وړاندې کېږي، اقتصادي زیان هم له ځان سره لري، ځکه چې هر ځای کې چې بندیزونه لګول کېږي، هلته کاروبار هم اغېزمنېږي. زما غوښتنه له طالبانو څخه داده چې دغه ډول سخت بندیزونه دې لغوه کړي.»
روغتیاپالان هم ټینګار کوي چې د ورځنیو بوختیاوو ترڅنګ تفریح کول او داسې ځایونو ته ورتګ چې هلته ارامي وي، مهم دي. تر اوسه پورې په کندهار کې د طالب مسوولانو له خوا د مېله ځایونو د مسوولانو او عامو خلکو د دې ادعاوو په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده شوې.
افغانستان چې کلتوري ارزښتونه لري ډېری ښځې یې په کورونو کې ژوند کوي او بهر ته د تګ اجازه نه لري. خو په تېرو وختونو په ځانګړې توګه د جمعې او نورو تفریحي ورځو کې، یو شمېر کورنۍ د خپلې کورنۍ ښځینه غړې سره د تفریح کولو لپاره پارکونو او مېله ځایونو ته تللې چې اوس دغه لاره هم ورباندې تړل شوې ده.





