• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

هبت‌الله ته وفاداري؛ ایا د ښځو محرومیت د طالبانو په منځ کې د ځواک په لوبه بدلېږي؟

امین کاوه امین کاوه
۱۹ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶ [t_time:1780998787]
jamhornews

jamhornews

په هرات کې ځایي سرچینې وايي چې د افغانستان په لوېدیځ زون کې د طالبانو پنځه والیان تېره اوونۍ د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته ورغلي وو. د دغو سرچینو په وینا، په هرات کې د طالبانو والي د خپلې وفادارۍ د ثابتولو او د هبت‌الله د فرمانونو د پلي کولو لپاره په پراخه توګه د ښځو په نیولو او زنداني کولو لاس پورې کړی دی. سرچینې زیاتوي چې دا محدودیتونه او فشارونه نه یوازې پر ښځو، بلکې د نارینه وو د ږېرې او وېښتانو د اصلاح کولو پر بڼه هم سخت شوي دي.

  په‌دې وروستیو کې په هرات کې د طالبانو د خوښې چادرۍ/برقع د نه لرلو په تور د ښځو او نجونو د نیولو له ډېرېدو سره سم، سرچینې تاییدوي چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار د ناامنیو، وسله‌والو غلاوو او ځینو قومي ملحوظاتو له امله د ګوښه کېدو له خطر سره مخ دی. له همدې امله، نوموړی هڅه کوي د خپل مقام د ساتلو لپاره د ښځو پر وړاندې د ځپنې او محدودیتونو په زیاتولو سره هبت‌الله اخوندزاده ته خپله وفاداري وښيي. د سرچینو په وینا، هغه جدي او پرېکنده امر کړی چې هېڅ ښځه حق نه لري له چادرۍ پرته په ښار کې تګ راتګ وکړي.

سرچینې زیاتوي چې اسلام‌جار د دې لپاره چې د هبت‌الله اخوندزاده پر وړاندې د دفاع وړ کارنامه ولري او د هغه رضایت ترلاسه کړي، پر ښځو یې تر ټولو زیات فشارونه راوستي دي. د دغو سرچینو په وینا، د هغوی په باور د ښځو ځپل د طالبانو د مشر د پاملرنې او رضایت د جلبولو یوه له لارو ګڼل کېږي.»

یوه سرچینه وايي: «په هرات کې د طالبانو والي د جبري حجاب د پلي کولو لپاره بېړنی امر صادر کړی دی. د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ځواکونه ان په جبرئیل او ځینو نورو سیمو کې د کورونو تر دروازو پورې ځي او اوسېدونکو ته خبرداری ورکوي چې حجاب مراعت کړي او ښځې له کوره بهر له حضوره ډډه وکړي. دغه راز په ټولو څلورلارو، په ځانګړې توګه د لیلامیو په واټ کې ګڼ طالب ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. په تېرو څو ورځو کې، لسګونه ښځې نیول شوې دي او د هغوی ځینې یې له سپکاوي، تحقیر او لفظي ښکنځلو سره هم مخ شوې دي. په ټولو برخو کې، د خلکو لپاره ژوند ورځ تر بلې ستونزمنېږي. د طالبانو ټول سیمه ییز چارواکي هڅه کوي هیبت‌الله ته خپله وفاداري تر پخوا ډېره وښيي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د تېر حکومت یوه لوړپوړي چارواکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار، د هبت‌الله اخوندزاده له خوا بل ولایت ته تبدیل شوی و، خو د یوه ګاونډي هېواد د فشارونو له امله په هرات کې د هغه له لېرې کېدو مخنیوی شوی دی. له دې سره هممهاله، سرچینو تایید کړې وه چې هغه ویلي وو له ګوښه کېدو وروسته به په یوې دیني مدرسه کې تدریس کوي او له هراته به بهر نه‌وځي.

بلخوا، ښځو او نجونو په دغه ښار کې د ځپونکې او له خقفان ډکې فضا په تړاو اندېښنه ښودلې او وايي چې په هرات کې یو «وحشتناک حالت» واکمن شوی او ټول په وېره کې ژوند کوي.

په هرات کې یوه نجلۍ وايي: «نن له کوره ووتم، وضعیت وحشتناک و. تر هغه ځایه چې لاړم [د امنيتي ستونزو له امله د ځای نوم لېرې شوی]، زر ځله مې کلمه وویله. تر اوسه مې ښار داسې نه و لیدلی.»

بلې ښځې چې په تېرو ورځو کې د ښځو د نیولو او وهلو ډبولو شاهده ده، وايي: «د الماس شرق دروازې ته ورسېدم؛ ومې لیدل چې ګڼه ګوڼه ډېره ده. یوه مېرمن چې چادر نماز یې پر سر و، د ماسک د نه‌لرلو او سینګار کولو له امله یې غوښتل هغه له ځان سره بوځي. خاوند یې مقاومت کړی و او طالبانو هغه تر لغتو لاندې نیولی و. پرون هم په ټولو برخو کې سپین‌ چپني کسان پر ګزمو بوخت وو.»

تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې د طالبانو د بندیز د پلي کېدو په لومړیو دوو ورځو کې په هرات کې شاوخوا ۵۰ مېرمنې نیول شوې وې چې له هغوی او د کورنیو له غړو یې جبري ژمنې اخیستل شوې او بیا خوشې شوې دي. سرچینو تایید کړې ده چې طالبانو د نیول کېدو پر مهال دغو ښځو ته، توهین او سپکاوی کړی او ښکنځلي یې دي.

له دې سره هممهاله، د طالبانو دغه نوي امر د بشري حقونو د بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. په تر ټولو تازه مورد کې، د بښنې نړیوال سازمان په هرات ولایت کې د طالبانو له خوا د دغې ډلې د خوښې حجاب د نه مراعتولو په پلمه د یو شمېر ښځو نیول اندېښمنوونکي بللي دي. دغه سازمان ویلي چې دا نیونې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د پرله پسې ځپلو یادونه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې هره ښځه حق لري د خپلو جامو په تړاو پرېکړه وکړي، په ازاده توګه تګ راتګ وکړي، په ټولنیز ژوند کې برخه واخلي او له وېرې او ډار پرته ژوند وکړي. دغه سازمان له طالبانو غوښتي دي چې سمدستي د نیول شویو ښځو د ساتنې ځای اعلان کړي، د هغوی خوندي راستنېدل تضمین کړي او هغو اقداماتو ته د پای ټکی کېږدي چې ښځې د هغوی د جامو د بڼې له امله په نښه کوي. د بښنې نړیوال سازمان دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي دي څو په افغانستان کې د هغه څه د پای ته رسولو لپاره چې «د ښځو او نجونو سیسټماټیک ځپل» یې بللي، پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم د طالبانو له خوا په هرات کې د «بې‌حجابه» ښځو د نیولو د راپورونو په غبرګون کې دا کار ناقانونه او د نه منلو وړ بللی دی. هغه ویلي چې نیونې باید ودرول شي او ښځې ژر تر ژره خوشې شي. هغه زیاته کړې: «زه سخت اندېښمن یم چې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره، په هرات کې لسګونه ښځې د طالبانو د جامو د کوډ د نقض کولو له امله په خپل‌سرې توګه نیول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرون د چادري د نه لرلو له امله د ښځو او نجونو نیول رد کړي وو او ادعا یې کړې وه چې دا خبرې «اوازې» دي او حقیقت نه لري. دا ډله په داسې حال کې د ښځو نیول اوازې بولي چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ یې امر کړی و هغه ښځې به چې چادري وانه‌غوندي، زندان ته واچول شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د خلکو پر عامه ژوند د طالبانو روان محدودیتونه؛ په کندهار کې تفریحي ځایونه له سقوط سره مخ دي
ځانګړي

د خلکو پر عامه ژوند د طالبانو روان محدودیتونه؛ په کندهار کې تفریحي ځایونه له سقوط سره مخ دي

۲۰ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۹ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1736400787]
پر محلي ټولګيو د طالبانو بنديز؛ د زده‌کوونکو کورنۍ: نه غواړو چې ماشومان مو بې‌سواده پاتې شي
ځانګړي

پر محلي ټولګيو د طالبانو بنديز؛ د زده‌کوونکو کورنۍ: نه غواړو چې ماشومان مو بې‌سواده پاتې شي

۱۰ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1735550015]
د یلدا شپې نمانځل؛ معترضې مېرمنې: طالبانو د خلکو کلتور په نښه کړی
خبرونه

د یلدا شپې نمانځل؛ معترضې مېرمنې: طالبانو د خلکو کلتور په نښه کړی

۲ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1734843396]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.