د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي چې هېواد یې له اسراییلو سره یوې امنیتي هوکړې ته درسېدو په هڅه کې دی.
د سوریې ولسمشر دا څرګندونې يکشنبه د جولای پر ۲۶مه، له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې دا ډول هوکړه کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ هر اړخیزې سولې ته زمینه برابره کړي، پرته له دې چې د جولان غونډيو په اړه د سوریې حقونه تر پښو لاندې شي.
د جولان غونډۍ د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال اسراییلو ونیولې او په ۱۹۸۱ کال کې یې دغه سیمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
الشرع زیاته کړې چې سوریه هڅه کوي په دې بهیر کې د یو شمېر هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، څو پر اسراییلو فشار راولي چې د سوریې په تړاو متوازن سیاست غوره کړي.





