۸صبح، کابل: د پاکستان کراچۍ بندر د افغان سوداګرو سلګونه کانتینره مال چې ایسار پاتې دي، د لوړې مالیې او د اوږدې مودې لپاره د تمېدو لګښتونو له کبله لیلاموي.
بيبيسي شنبه د لړم پر ۲مه راپور ورکړی چې د لیلامۍ شرکت په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د افغان سوداګرو د اړوندو کانتینرونو دروازې پرانېستل شوې او توکي یې پېردودونکو ته ورپېژندل کېږي.
ورته مهال د افغانستان سوداګرۍ خونې د پاکستان دا ګام د سیمهییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې او سیاسي ترینګلتیاوو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې چارې ګډوډې کړې دي.





