۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې د لنډکروزر موټر د چپه کېدو په پېښه کې څلورو کسانو ژوند بایللی او اته نور ټپيان شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې دا پېښه شنبه د لړم پر ۲مه د یفتل ولسوالۍ په «کله قشقار» سیمه کې شوې ده.
د دې پېښې د لامل په اړه جزییات نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په فراه کې هم د ورته پېښې له کبله درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي و.
د چلوونکو بې احتیاطي، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه، د سړکونو خرابوالی او چټک مزل په هېواد کې د ډېرو ترافیکي پېښو لاملونه ګڼل کېږي.





