۸صبح: د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) دقیقو او باوري اطلاعاتو ته د خبریالانو او هېوادوالو پر وخت لاسرسي ټینګار کړی دی.
دغې کمېټې دوشنبه د تلې پر ۶مه، اطلاعاتو ته د ټولیز لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دقیقو او پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی کولای شي د اوازو او ناسمو اطلاعاتو د خپرېدو مخه ونیسي او د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې همدا راز ویلي چې اطلاعاتو ته لاسرسی یوازې د خبریالانو د مسلکي مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره اړین نه دی، بلکې له خلکو سره هم مرسته کوي څو د خپل ژوند او ټولنې له اړوندو مسایلو خبر شي.
دغې کمېټې ویلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي ښه والی کولای شي د روڼتیا په زیاتوالي، د مسوولو بنسټونو د ځواب ویلو په پیاوړتیا او د عامه اړیکو په اغېزناکتوب کې مرسته وکړي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې د خبریالانو ملاتړ او د رسنیزو فعالیتونو لپاره د امن چاپېریال د رامنځته کولو هڅو ته دوام ورکوي.
د سپتمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د ټولیز لاسرسي د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
ملګرو ملتونو دا ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي د اهمیت او په ټولنه کې د هغه د رول د روښانه کولو لپاره ټاکلې ده.





