۸صبح، کابل: د افغانستان ځانګړي اماني صندوق (UN STFA) اعلان کړی چې ناروې له دغه صندوق سزه ۲.۶ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
دغه صندوق دوشنبه د تلې پر۶مه، پر اېکس پاڼه ویلي چې دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د بنسټونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او په افغانستان کې د ګډو لومړیتوبونو د ترسره کولو لپاره وکارول شي.
اماني صندوق د دې مرستې له امله له ناروې مننه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د ملاتړ دوام به د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره مرسته وکړي، څو افغانانو خلکو ته لا ډېر خدمتونه وړاندې کړي.





