• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

هلمند کې د القاعدې شبکي ځای پر ځای کېدل

۸صبح ۸صبح
۲۸ وږی/سنبله ۱۴۰۱ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۲ [t_time:1663609102]

یوه باوري سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، په دې وروستیو کې د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ ته نږدې د ښوراب سيمه کې د ښوراب  پوځي هډې ته څیرمه د القاعدې شبکې فعالیتونه تر سترګو شوي دي.

ياده سرچینه زیاتوي، په دې سیمه کې ډیری ځمکې پر عربانو پلورل شوې هم دي .

د سرچیني په قول په یادو خلکو کې داسې خلک هم شته چې لوي ږیرې لري. زیاتره کسان یې په عربي خبرې کوي اوترڅنګ یې داسې کسان هم شته چې څوک یې په خبرو نه پوهېږي .

خو ګرشک ولسوالۍ د ښوراب پوځي هډې ته نږدې  اوسېدونکي وایې، چې د دوی سیمو ته داسې کسان ورغلي دي چې اکثریت یې عربان او ځینې بیا داسې کسان پکې شامل دي چې په خبرو یې څوک نه پوهېږي.

دغه اوسیدونکي زیاتوي چې دامعلومه نه ده چې یاد خلک د کوم هېواد دي او د څه له پاره راغلي او ځمکي پېري.

په ګرشک ولسوالۍ  د ښوراب پوځي هډې ته نږدې د سيمي یو اوسېدونکی بلال وایي چې دوی په خپلو سترګو داسې کسان لیدلي چې د دغه ولایت په غرنیو سيمو کې ګرځي او هدف یې معلوم نه دی.

بلال زیاتوي: «دلته موږ داسې اوازې هم اورېدلې چې عربو په غرونو کي هم ځايونه نيولي دي او طالبانو له هغو سيمو خلک ايستلي دي او مځکې يې عربو ته ورکړې دي.»

دغه‌راز د یادې ولسوالۍ یو بل اوسيدونکی احمد جاويد بیا وايي چې د دغو کسانو زیاتره یې عربان دي او په عربي ژبه خبرې کوي.

هغه زیاته کړه چې او س د ښوراب هډي ځمکي ټولي پریاد و عربیانو باندي پلورل شوي او هغوي غواړي د لته کورنه ورباندي جوړ کړي.

احمد جاويد وويل: «تر کومه حده پورې چې زه معلومات لرم د اټول د القاعده شبکې غړي دي اوس یې یاده سيمه دوی ته ورکړې ترڅو دلته ځای پرځای شي.»

په ورته وخت کې بیا د یادې سیمې یو بل اوسيدونکی چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وایي، دوه ځله پردې کسانو د امریکا بې پلوټه الوتکې  له خوا برید هم شوی دی.

هغه وایي، اوس یاد کسان یو یو ګرځي او مخکې به په ډله ییز ډول ګرځېدل.

هغه اندېښنه څرګنده کړه ،که چیرې نړیواله ټولنه لاس په کار نه شي هلمند ولایت به د القاعده  شبکې په یو مهم مرکز بدل شي.

د دې ترڅنګ نوموړي دا هم وویل: «د یادې سیمې ځمکې  ۳۰ کاله کېږي چې د تېرو حکومتونو پرمهال خلکو ته په قباله ورکړل شوې وې، خو اوس طالبانو د سیمې خلک په زور شړلي او یادې ځمکې یې د القاعدې شبکې کسانو ته ورکړې دي.»

هغه زیاته کړه،  که طالبان د القاعدې شبکې له ساتلو لاس وانخلي کېدای شي چې یاد هېواد به بیا د اور په لمبو کې وسوځول شي.

اخوا بیا د سیاسي چارو یو کار پوه وایي، په افغانستان کې د القاعده شبکې ساتل د افغانانو په زیان دي او طالبان باید له القاعدې شبکې لاس واخلي او خلکو ته په اقتصادي او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

په لښکرګاه کې د سیاسي چارو یو شنونکی احمد خالد  وایي، اوس نړیوالو ته دا جوته شوې چې افغانستان کې القاعده شبکه فعالیت کوي.

نوموړی زیاتوي:« طالبان خپله ترهګر دي او دوی مخکې هم دې هېواد ته ښه نيت نه درلود او د جګړو پر مهال یې ګڼ شمېر تاسیسات او عامه ځایونه له منځه یوړل.»

هغه زیاته کړه: «طالبان اصلا خپله پیسې نه لري او د القاعده شبکې له خوا تمویلیږي او څنګه چې د هغوی خوښه وي هغه ډول حکومت به دوی مخته وړي.»

نوموړي د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته په اشارې سره زیاته کړه، طالبان که نړیوال په رسمت وپېژني او که نه، دوی خپل حکومت کوي او یاد حکومت هم د دوی نه دی، ځکه د  دالقاعده شبکې مربوط د پاکستان دی.

نوموړي د دې ترڅنګ وویل، که طالبان ځان افغانان بولي باید د هېوادوالو له پاره  په اقتصادي برخه کې عملي  او جدي اقدامات  تر سره کړي.

هغه ویره وښوده داچې اوس القاعده شبکه د ګرشک ولسوالۍ په ښوراب سيمه کې ځای پرځای شوې ده، دا به د هېواد له پاره زیاته خطر ناکه او د طالبانو اوسنی حکومت به دړې وړې کړي او دلته به بېرته پخوانۍ جګړې پیل شي.

په هلمند کې د نامعلومو کسانو په اړه خبر داسې مهال خپرېږي چې څه موده وړاندې په کابل کې دالقاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په یو هوایې برید کې ووژل شو.

کتونکي بیا وایي چې کېدای شي دا د القاعده شبکې غړي وي او غواړي د خپل  مشر غچ واخلي.

په هلمند کې وروسته له هغه پر عربو د ځمکو د ويش خبرونه ورکول کېږي چې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ووژل شو او د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني هلمند ته ولاړ.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

میرر: حمزه بن لادن له افغانستانه القاعده رهبري کوي
خبرونه

میرر: حمزه بن لادن له افغانستانه القاعده رهبري کوي

۲۴ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726294979]
د طالبانو تر سیوري لاندې د عصري زده‌کړو وضعیت؛ ولس: په ټول هلمند کې یو معیاري دولتي ښوونځی نشته
ځانګړي

د طالبانو تر سیوري لاندې د عصري زده‌کړو وضعیت؛ ولس: په ټول هلمند کې یو معیاري دولتي ښوونځی نشته

۱۱ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1725182219]
خبرونه

هلمند سیند ته د موټر لوېدو په پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي

۱۰ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1722433656]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.