• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو تر سیوري لاندې د عصري زده‌کړو وضعیت؛ ولس: په ټول هلمند کې یو معیاري دولتي ښوونځی نشته

۸صبح ۸صبح
۱۱ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1725182219]
Exclusive

Exclusive

د هېواد په سوېل کې پروت هلمند ولايت چې يو وخت د طالبانو د جګړې لومړۍ کرښه بلل کېده، خلک يې شکايت کوي چې د دغې ډلې له خوا ورسره شوې ژمنې پر ځای پاتې او نږدې يو نسل ماشومان یې په بشپړ ډول له زده‌کړو څخه بې برخې دی.

د هلمند ولایت د لېرې او نږدې ولسوالیو اوسیدونکي وایي چې اوس په دغه ولایت کې  امنیت د طالبانو لخوا بشپړ تأمین شوی دی، خو په وینا یې، ماشومان لا هم له د زده‌کړو څخه محروم دي. دوی اندېښنه لري چې که حالت همداسې دوام وکړي، نو راتلونکي کې به یې هم ماشومان د زده‌کړو امکاناتو ته لاسرسی ونه لري.

د هلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ یوه اوسیدونکی جان محمد، وایي چې د هغه د کورنۍ ماشومان د دوه نیمو لسیزو راهیسې له هر ډول زده‌کړو څخه محروم پاتې دي او وېره لري چې راتلونکي نسلونه به هم د زده‌کړو له امکاناتو بې برخې پاتې شي. دی زیاتوي چې طالبان په تېرو درېیو کلونو کې ژمنې کړې وې چې د دوی په سیمو کې به عصري او ديني زده‌کړو ته زمینه برابره کړي، خو تر اوسه پورې دغه ژمنې یوازې د خبرو په کچه پاتې دي.

جان محمد وايي: «د طالبانو له خوا زموږ سره ژمنې شوې وې چې د ماشومانو لپاره به د عصري او ديني زده‌کړو زمینه برابره کړي. موږ د دې ژمنو پر مو اساس امیدونه لرل، خو اوس دا ژمنې یوازې خبرې پاتې دي. زموږ ماشومان لا هم د تعلیمي امکاناتو څخه محروم دي، او راتلونکي نسلونه هم داسې ښکاري چې د تېر نسل په شان له زده‌کړو څخه بې برخې پاتې شي.»

په ورته وخت کې د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ اوسیدونکي هم د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي. دوی وایي که چیرې د ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره نه شي، راتلونکي نسلونه به په جګړو کې ښکېل شي او د جګړو په ډګرونو کې به ورڅخه استفاده وشي.

د هلمند ولایت یو بل اوسیدونکی، حاجي محب الله، وایي چې څو ځله د طالبانو د پوهنې ریاست غړو د دوی سیمو ته راغلي او د زده کړو زمینې د برابرېدو لپاره یې ژمنې کړې دي، خو تر اوسه پورې دغه ژمنې لا عملي شوې نه دي.

هغه وویل: «موږ د طالبانو په اړه داسې فکر کوو چې دوی زموږ ماشومان له زده‌کړو څخه لېرې ساتي، ترڅو په راتلونکي کې بیا ترې د خپلو اهدافو لپاره ګټه واخلي. دا کار د دې لپاره دی چې زموږ نسلونه په ناسم لور روان شي او دوی په اسانۍ سره خپل اهداف ترلاسه کړي. څو ځله زموږ سیمو ته طالبان راغلل، خپلې ټولې اندېښنې مو ورسره شریکی کړې، خو هغوی یوازې ژمنې کړې او بېرته تللي دي.»

د هلمند د مرکز لښکرګاه د شاخوا سیمو اوسیدونکي هم د زده‌کړو په برخه کې طالبان په نه پاملرنه تورن ګڼي. دوی وایي چې په دغه ولایت کې یواځې ديني شخصي مدرسې او د طالبانو یو شمېر غړو له خوا جوړې شوې مدرسې فعالیت لري چې ماشومانو ته په وړیا ډول ديني‌زده کړې ورکوي.

د لښکرګاه ښار اړوند د بولان سیمې یوه اوسیدونکی، حاجي صديق الله، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «په ټول ولایت کې داسې معياري دولتي ښوونځي نشته چې عام خلک خپل ماشومان د زده‌کړو لپاره هلته واستوي. هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی، د دې حالاتو له امله خپل ماشومان په خصوصي زده‌کړو مرکزونو کې بوخت کړي دي، خو هغه کسان چې اقتصادي ستونزې لري، اړ شوي دي چې خپل ماشومان د زده کړو لپاره ديني مدرسو ته واستوي. زموږ د سیمې خلک د دې وضعیت د دوام له امله ډېر اندیښمن دي او په دې باور دي چې طالبان یوازې د ديني زده‌کړو پراختیا ته توجه لري او د عصري تعلیماتو لپاره مناسب تدابیر نه لري.»

په هلمند ولایت کې د طالبانو د پوهنې رییس محمد عوث انصاري هم منلې ده چې په یاد ولایت کې ماشومان تر اوسه پورې د عصري زده کړو څخه بې برخې دي.  د طالبانو د پوهنې رییس ویلي چې دوی خپله وس نه لري چې په ښوونځیو کې د عصري زده‌کړو په برخه کې ډېر کار وکړي، خو اوس یې پلان جوړ کړی چې د هلمند ولایت په دولتي ښوونځیو کې یو زرو ۸۰۰ نوي ښوونکي وګماري. هغه زیاته کړه: «د عصري زده کړو په برخه کې د هلمند په ټولو ولسوالیو کې ستونزې موجودې دي. د ټولو لېرې پرتو ولسوالیو ماشومان له عصري زده‌کړو څخه بې برخې پاتې دي. موږ د خلکو ستونزې د خپلو مشرانو سره شریکی کړي او هیله لرو چې په راتلونکي کې به حل شي.»

نه یوازې هلمند، بلکې د افغانستان په نورو سوېلي ولایتونو کې هم خلک د خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندېښمن دي. په تېرو درېیو کلونو کې، طالبانو د خپلو موخو لپاره شخصي مدرسې فعاله کړي او ډېری هغه ماشومان چې عمرونه یې د زده‌کړو لپاره مناسب دي، په دې مدرسو کې بوخت ساتل شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د طالبانو د علومو اکاډمي: تېر کال مو ۳۴ کتابونه چاپ کړي
خبرونه

د طالبانو د علومو اکاډمي: تېر کال مو ۳۴ کتابونه چاپ کړي

۲۶ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726472203]
عصري زده‌کړو ته د طالبانو نه‌پاملرنه؛ د هلمند په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلينو شمېر کم شوی
ځانګړي

عصري زده‌کړو ته د طالبانو نه‌پاملرنه؛ د هلمند په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلينو شمېر کم شوی

۷ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724836617]
خبرونه

هلمند سیند ته د موټر لوېدو په پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي

۱۰ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1722433656]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کاپیسا کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.