• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو د واکمنۍ د ګواښ په اړه د امریکا خود غرضه ارزونه

صمد پاینده

صمد پاینده صمد پاینده
۲۴ مرغومی/جدی ۱۴۰۱ - ۱۴ جنوري ۲۰۲۳ [t_time:1673695088]

د امریکا د ملي امنیت شورا د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جون د میاشتې، محرم سند کې، چې دادې شپږ مېاشتې وروسته اوس رسنیز شوی، د افغانستان، سیمې او نړیوالې ترهګرۍ لپاره د طالبانو د واکمنۍ د پایلو ارزونه وړاندې شوې. ددې سند بیاکتنه له موږ سره مرسته کوي، چې د افغانستان راتلونکې د امریکا د یوه داسې مهم امنیتي بنسټ له سترګو ووینو چې د ملي امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او پوځي چارو په برخه کې ددغه هېواد د ولسمشر د سترګې ګڼل کېږي. دا چې امنیتي سندونه کولی شي د هغو د جوړونکې ادارې، هیلې او دریځ منعکسوي، نو دا شونې ده، چې له همدې امنیتي سندونو څخه د اړوندې جوړونکې امنیتي ادارې لیدلوری وپېژنو.

د یاد سند سرلیک «افغانستان: د طالبانو د واکمنۍ پایلې» دی. او دا څو کلونو تیاره وضعیت انځوروي! د امریکا د ملي امنیت شورا د ارزونې له مخې، طالبان په هېواد کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي ظرفیت نه‌لري. او په دې برخه کې دوی نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

بشري ناورین د هغه حالت سرلیک دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې، په افغانستان کې، د کار نشتوالی، د سوداګرۍ کمښت، بهرته د پانګې د لېږدولو، د پوهانو او متشبثینو د وتلو، د اوبو د کنټرول د نشتوالي او د کرنې د نه پراختیا له امله، رامنځته شوی دی، چې هېواد هره ورځ، د غربت کندې ته ورغورځوي.

په یاد شوي سند کې راغلي: «ډیری افغانان به د خوراکي توکو د نه‌خوندیتوب په ګډون له ډېرو سختو بشري شرایطو سره مخ شي!» ددې سند له مخې، بد بشري شرایط به په هېواد کې دننه، یو زیات شمېر خلک بې‌ځایه کړي او نورو هېوادونو ته به د بې‌ځایه شویو او ناورین‌ځپلو وګړو د کډوالېدلو کچه زیاتوي؛ دا پدې مانا ده چې د خلکو یوه لویه ډله به تل کډوالېدلو ته چمتو وي.

دا له هغه هېواد څخه د امریکایانو وړاندوینه ده چې د دوحې د تړون له مخې یې طالبانو ته وسپاره! په هغه وخت کې دوی راتلونکې نازک او تیاره نه بللو، بلکې د طالبانو او نړیوالې ټولنې د متقابلو مکلفیتونو په اړه یې خبرې کولې، د خلکو د تعلیم او کار د حقونو په ګډون، د مدني او ټولنیزو لاسته راوړنو د ساتنې تضمین یې ورکولو! هغه وړاندوینې روغې ونه‌ختې او هیله ده چې دا وړاندوینه به هم غلطه ثابته شي او زموږ ولس به له دې شره د خلاصون لاره ومومي. خو- په خواشینۍ سره-په لنډه موده کې، د امریکا د امنیتي اداری ارزونه حقیقت ته نږدې برېښي!

له بده‌مرغه طالبان به هېواد د یو بد بشري ناورین لوري ته بوځي او بهرنیان به هم څارونکي پاتې شي او آن له طالبانو سره به تر هغه وخته همکاري کوي، چې دغه ناورین د دوی خپلې ملي ګټې له خطر سره مخامخ نه‌کړي. نو افغان سياسي فعالان او روڼ‌اندي بايد غلي کښېنني او هڅه وکړي، چې د هېواد حالات له بلې زاويې بيان کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا په دې باور ده، چې د طالبانو رژیم به د خلکو د کنټرول لپاره له تاوتریخجنو تکتیکونو نه کار واخلي او د جبر له لارې به «امنیت» ټینګ کړي. ځکه چې د طالبانو لپاره، «د عصري حکومت جوړولو پرځای، د مذهبي واک پلي کول» لومړیتوب لري. په دغه سند کې لیکل شوي، چې طالبان د هېواد د اوسېدونکو ځینې برخې له پامه غورځوي او په حقیقت کې د تابعیت له حقونو او امتیازاتو یې بې‌برخې کوي، خو بیا به هم خپل‌منځي اتحاد وساتي.

په حقیقت کې، په پورتني سند کې، د طالبانو هغه نه جبرانېدونکې بدي انځور شوې ده، چې امریکايي چارواکي یې کلونه کلونه د مذاکراتو د توجیه کولو او اوس د هغوی د ملاتړ د توجیه لپاره د هغه هېواد خلکو او نړیوالی ټولنې- پام اړولو لپاره- کاروي.

د امریکا د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو د افغانستان پر خلکو یو بشري ناورین واکمنوي، خو که نړیواله ټولنه له دوی سره -څه ناڅه د خوراکي توکو، خواړو او پیسو- مرسته وکړي، دا ستونزه به-د امریکایي پالیسي مېکرانو په اند- کمه شي!

په ورته وخت کې، طالب‌ډله پر خلکو ظلم کوي او پرلپسې یې له مدني حقونو بې برخې کوي. طالبان‌ډلې په‌زورواکه توګه د هېواد واک په ولکه کې راوستی او د ټوپک او کوتک په زور امنیت ټینګوي!

د امریکا د ملي امنیت شورا وړاندوینه داده، چې طالبان به د خپل پخواني حکومت په پرتله له نړیوالې ټولنې سره زیاتې اړیکې ولري، که څه هم دا اړیکې به دومره نه وي، چې د دوی امارت به د نړیوالې ټولنې عادي غړی شي؛ نو د طالبان رژیم به «په نړیواله ټولنه کې، منزوی پاتې شي.»

دا چې دا سند د یوه داسې دفتر له خوا چمتو شوی چې له طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ کوي، نو د خبرو اترو لپاره یې دلیل تراشلی؛ نو له دې داسې اټکل کېدلای شي، چې د طالبانو نړیوال انزوا به نړیوال تروریزم پیاوړی نه‌کړي او طالبان به ښایي«په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو د ځپلو هڅه وکړي.» خو روښانه نه‌ده‌ چې طالبان به د دوی د اعلان کړی امارت په رسمیت پېژندلو او له نړیوالې ټولنې سره د یوځای کېدو هڅې دې بریالیتوب په موخه، له نړیوالې ترهګرۍ څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او که به د انزوا له دوام سره سره به هڅه وکړي، چې خپل مجاهد ملګري چې نړیواله اجنډا لري، یوڅه را کنترول کړي!؟

د تېر یو نیم کال تجربې له مخې ښایي طالبان هغه لاره تعقیب کړي، چې دوی پرې بلد دي؛ یعني هغه حالت چې د عمل په ډګر کې واکمن دی؛ نه هغه څه چې د بایډن اداره غواړي چې امریکایانو ته یې د واقعیت په توګه واوروي. او د هغه له مخې د راروانو ټولټاکنو په تبلیغاتي جګړه کې، افغانستان کې د وګړو پرضد روان ضدانساني سیاستونه ورباندې توجیه کړلای شي!

طالبان به د تېر په څېر په سیمه کې، د ترهګریزو سازمانونو د عمومي چتر په توګه، رول ولوبوي. خو څرګنده ده، چې پخپله له بدبختیو ډکه غیږ کې به یوازي د افغانستان پر خلکو بده اغېزه ونکړي، بلکې دوی به د سیمې او نړۍ لپاره دا  بد تخم وکري.

د سند په لومړۍ جمله کې، د امریکا د ملي امنیت شورا، د ۲۰۲۵ زېږدیزکال ارزونې ته اشاره شوې ده. موږ پوهیږو، چې د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې به، د ۲۰۲۴ زېږدیزکال په نومبر کې ترسره شي او نوی ولسمشر به د ۲۰۲۵ په جنوري کې لوړه کوي. په حقیقت کې، د جوبایډن د ولسمشرۍ د تېرو دوه نیمو کلونو دورې دا سند، د افغانستان د وضعیت یوه احتمالي سناریو راخیستې چې د بایدن د ولسمشرۍ د اوسنۍ ادارې په پای کې به، ایا افغانستان تر یوه حده د امنیت او ټیکاو لرونکی پاتې شي، چې د هغه اداره په ټاکنیزو کمپاینونو کې، ترې ګټه پورته کړي؟

په افغانستان کې د امریکا د سیالانو نفوذ هم یو خطر دی. په یاد شوي سند کې د بایډن حکومت ته په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو (په ځانګړې توګه چین، روسیې او ایران) د نفوذ له وېرې هم خبرداری ورکړل شوی دی. په درېیم نمبر یاددښت کې دوی لیکلي، چې د سیمې هېوادونه به ددې خطر د مدیریت او له افغانستانه د دوي هېوادونو ته د ستونزو د ورتلو په برخه کې به په مخنیوي تمرکز وکړي. «له طالبانو سره د کارکولو ستونزې به ښایي سیمه‌ییز لوبغاړي په افغانستان کې د دوی دخالت کچې راکمولو ته اړ کړي.» او دوی به په دې خبره بسیا وکړي، چې په افغانستان کې شته ستونزې، دننه په دغه هېواد کې محدودې پاتې شي او د سیمې پر هېوادونو اغېزه ونه کړي.

د امریکا د امنیت شورا د ارزونې له مخې، تر ۲۰۲۵ زېږدیز کال پورې به نړۍ ته، له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ به ډېر جدي نه وي. د افغانستان په خاوره کې د نړیوالې ترهګرۍ اصلي عامل به داعش خراسان وي، چې د یاد سند له مخې به سیمې ته تر ټولو ستر خطر پېښوي، له طالبانو سره به جګړه کوي او که موقع ورته برابره شي، لویدیځ ته به هم ګواښ پېښوي. خو داسې ښکاري چې امریکا په لنډه موده کې، د داعش د کنټرول لپاره، د طالبانو پر وړتیا باور لري او ددې کار لپاره به، له طالبانو سره همکاري وکړي!

د امریکې له نظره، تر ټولو جدي ګواښ، القاعده ده، چې د پورتني سند د ارزونې له مخې، داسې دریځ ته نه ده رسېدلې، چې لویدیځ ته ګواښ پېښ کړي او دې لپاره باید کلونه کلونه د خپلو ځواکونو په استخدام او روزنې تېر کړي. که امریکایان پخپله، د طالبانو په مرسته، ددغو سازمانونو وده وڅاري او پرې نه‌ږدي، چې لویدیځ ته یو ګواښ وګرځي! له‌دې پرته- پوښتنه پېدا کېږي- چې دوی څنګه د داعش او القاعدې او همدارنګه د القاعدې او طالبانو ترمنځ دومره توپیر ته قایل شوي دي؟ داسي قضاوت څنګه کولای شي، چې داعش به په راتلونکو دوو کلونو کې، د سیمې لپاره یو جدي ګواښ وګرځي او ممکن په لویدیځ باندې د برید هڅه وکړي، نو بیا القاعده څنګه نشي کولای  داسې وړتیا پیدا کړي؟  تر ټولو مهمه دا چې ولې د داعش او القاعدې د بریدونو ترمنځ توپیر رامنځته شوی؟ که تر ۲۰۲۵ زېږدیزکال پورې په لویدیځ د داعش د بریدونو خطر احتمال څرګندېږي او دا یقیني وي چې د سیمې لپاره ګواښ پیښوي، نو موږ څنګه ویلای شو چې طالبان به په پراخه کچه نړیوال ترهګر مهار کړلای شي!؟

له بده مرغه سیاستوال، د خپلو ګوندي ګټو اړتیا له مخې حقایق او پیښې تعبیروي.

دا تمایل د امریکا د ملي امنیت شورا په ارزونو کې په ښکاره توګه لیدل کیږي. هغوی د افغانستان د وضعیت وړاندوینه، د امریکې له ګټو سره برابره، کړې.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي
خبرونه

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي

۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1738042522]
اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي
خبرونه

اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي

۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737524808]
لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي
خبرونه

لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي

۲۸ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737135185]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.