۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه د لړم پر ۱۹مه خبر ورکړی چې دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او له شته اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه بحث کړی دی.
متقي له روسیې سره د طالبانو د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري دې د متقابلو ګټو پر بنسټ له شته اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو ګټه واخلي.
ضمیر کابلوف د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه کې د طالبانو هڅې ستایلي او په افغانستان کې یې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د ځینو نړیوالو بنسټونو راپورونه له واقعیتونو سره په ټکر کې بللې دي.
متقي هم ویلي چې طالبان د نشهیي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او دوامدارې مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلې هڅې د افغانستان او ټولې سیمې لپاره مهمې ګڼي.






