۸صبح، کابل: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې او پرمختګ لپاره د ساینس د نړیوالې ورځې په مناسبت، د هېواد په پرمختګ او پر نورو هېوادونو له اتکا څخه په خلاصون کې د ساینس او پوهې پر رول ټینګار کړی دی.
هغه سه شنبه د لړم پر ۱۹مه، یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.
کرزي ټینګار کړی چې افغانستان هغه مهال پرمختګ او هوساینې ته رسېدای شي چې ټولو هېوادوالو ته د روزنې او زدهکړو زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړې چې د ځوان نسل په روزلو او د ساینس او پوهې په پراختیا سره د هېواد پرمختګ او هوساینه شونې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.
د پنځو کلونو په تېرېدو سره، شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي او دا محدودیتونه لا هم دوام لري.






