د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې پوځي بریدونه او د بندیزونو زیاتول جګړه نه شي پای ته رسولای.
د الجزیرې د راپور له مخې، عراقچي سه شنبه د نومبر پر۱۰مه، ویلي چې امریکا باید د دې کړکېچ د حل لپاره د «درناوي ژبه» وکاروي.
هغه له امریکا غوښتي چې د ایران په دوهورځني پلان کې له ټاکل شویو شرطونو سره سم عمل وکړي؛ هغه پلان چې د نوموړي په وینا، لا هم د خبرو پر مېز پروت دی.
عراقچي د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ د ګوند ماتې ته په اشارې سره ویلي چې دا پایله له ایران سره د جګړې پر وړاندې د امریکایانو د مخالفت ښکارندويي کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې امریکایان نه غواړي هېواد یې د اسراییلو د ملاتړ لپاره په پرلهپسې توګه جګړې ته وردانګي.
عراقچي زیاته کړې چې ټرمپ به ډېر ژر پوه شي چې د بندیزونو او اقتصادي فشارونو په برخه کې یې ناسمه لار غوره کړې ده.






