۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سیاسي او سولې چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري دیکارلو سره کتلي دي.
نوموړي وزارت شنبه د تلې پر ۱۱مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ پر همکارۍ، بشردوستانه مرستو او د راستنېدونکو افغانانو پر اړتیاوو بحث شوی دی.
په لیدنه کې د افغان کډوالو د دوامداره بیا ادغام لپاره د ګډو همغږو هڅو پر ارزښت هم ټینګار شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د اقلیم بدلون او اوبو په برخو کې د افغانستان د ځانګړو اړتیاوو او لا زیاتو همکاریو پر اړتیا او د سیمهییز وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.
د دواړو لوریو ترمنځ د دوحې بهیر اړوند د نویو فرصتونو د موندلو پر څرنګوالي هم بحث شوی او د داسې همکاریو پر ارزښت ټينګار شوی چې عملي پایلې ولري.
یاد وزارت ویلي چې په لیدنه کې د افغانستان په اړه د راپورونو، څرګندونو او ارزونو د لا کره او متوازن انعکاس لپاره د دقیقو معلوماتو او باوري سرچینو د کارولو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.
همدارنګه د پاکستان له خوا د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د زیانمنېدو په تړاو اندېښنې شریکې شوې او د ورته زیانونو د مخنیوي پر ارزښت ټينګار شوی دی.





