۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د بنګلهدېش د علماوو، سوداګرو او صنعتکارانو له پلاوي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چهارشنبه د وږي پر ۱۸مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې متقي په افغانستان کې د رامنځته شویو پانګهییزو او سوداګریزو فرصتونو ډاډ ورکړی دی.
نوموړي له بنګلهدېش سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل پياوړتیا اړینه بللې ده.
د خبرپاڼې له مخې، له بنګلهدېشه راغلي پلاوي هم پانګهییزو او سوداګریزو فرصتونو ته هیله ښودلې ده.
دغه پلاوي زیاته کړې چې د طالبانو او بنګلهدېش ترمنځ اړیکې د رغنده تعامل په پایله کې نورې هم پراخېدلی شي.





