له فلسطیني کډوالو سره د مرستې او کارموندنې سازمان (انروا) ویلي چې په غزې تړانګه کې د شدیدو بارانونو اوبه خیمو ته ننوتلي او څه باندې دوه زره بېځایه شوې کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.
انروا دوشنبه د نومبر پر ۹مه راپور ورکړی چې ورښتونو د دغه سازمان څه باندې ۱۱۳ لنډمهالي استوګنیز مرکزونه زیانمن کړي او د بېځایه شویو وضعیت یې نور هم کړکېچن کړی دی.
د راپور له مخې، د انروا ډلې د زیانونو، د بېړنیو اړتیاوو د معلومولو او اوبو ته د لوري ورکولو پر ارزونې بوختې دي.
دا سازمان له مرستندویه بنسټونو سره په ګډه هڅه کوي د بېځایه شویو په مېشت ځایونو کې ډنډې شوې اوبه تخلیه کړي.
انروا خبرداری ورکړی چې د نورو ورښتونو د اټکل له مخې، بېځایه شوې کورنۍ خوندي سرپناه او د ژمي نورو اړینو توکو ته بېړنۍ اړتیا لري.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د عملیاتي محدودیتونو او د اړینو تجهیزاتو او مرستو له کمښت سربېره هم په غزه کې مرستندویو فعالیتونو ته دوام ورکوي.






