د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې په ابوظبۍ کې د روسیې، امریکا او اوکرایین ترمنځ خبرې به د اوکرایین کړکېچ د هواري پر اصولو او د ښکېلو غاړو پر امنیتي مسایلو ورټولې وي.
ټاس خبري اژانس دوشنبه د نومبر پر ۹مه راپور ورکړی چې لاوروف یوې خبري ناستې ته ویلي چې ښکېلې غاړې غواړي پر هغو اصولو مذاکرات وکړي چې د شته کړکېچ د حل لپاره د وروستۍ هوکړې د رامنځته کېدو لامل شي.
نوموړي زیاته کړې چې د روسیې، اوکرایین او ټولې سیمې امنیتي مسایل د ابوظبۍ خبرو د اجنډا په سر کې دي.
لاوروف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له هغو څرګندونو هرکلی کړی چې نوموړي د ښکېلو لورو لپاره د امنیتي تضمینونو پر لومړیتوب ټینګار کړی و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مسکو له دغې تګلارې ملاتړ کوي او امنیتي مسایل دې په راتلونکو مذاکراتو کې لومړیتوب ولري.





