۸صبح، کابل: متحده عرب اماراتو د افغانستان په شمال کې زلزلهځپلو ته د بشردوستانه مرسته پنځمه جوپه استولې ده.
وام دولتي خبري اژانس دوشنبه د لړم پر ۱۹مه راپور ورکړی چې دا مرسته په بلخ او سمنګان کې د زلزله ځپلو کورنیو د لاسنیوي لپاره د متحده عرب اماراتو د هڅو د دوام په موخه لېږل شوې ده.
د راپور له مخې، تر اوسه متحده عرب اماراتو د مرستو په پنځو جوپو کې پنځه زره او ۴۰۰ خوراکي کڅوړې چې ټولیز وزن یې ۱۳۵ ټنه کېږي، افغانستان ته لېږلې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې په پایله کې ۲۷ کسان مړه او ۹۵۶ نور ټپيان شوي دي.





