د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې په افغانستان کې د بشري حقونو د روان ناورین په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او وايي، ښځې او نجونې، قومي او مذهبي لږکي، د بشري حقونو مدافعان او د پخواني حکومت کارکوونکي هغه ډلې دي چې د طالبانو له ځپونکو اقداماتو تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. دغه سازمان د «جنسیتي اپارټایډ» د په رسمیت پېژندلو، د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د طالبانو د حساب ورکولو او له خطر سره مخ کسانو ته د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته افغانستان لا هم په نړۍ کې د بشري حقونو له یوه تر ټولو سخت ناورین سره مخ دی. دغه بنسټ زیاتوي چې ښځې او نجونې په دې موده کې د بشري حقونو له پراخو او سیسټماټيکو سرغړونو سره مخ شوې دي او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
دغه سازمان زیاته کړې چې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو د پنځه کلن محرومیت په مناسبت د افغان ښځو او د بشري حقونو د مدافعانو په ګډون یو پلاوی د اسټرالیا په پلازمېنه کانبرا کې د بښنې نړیوال سازمان د اسټرالیا څانګې له مسوولانو سره ګوري، څو د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت او د اسټرالیا له حکومته د خپلو غوښتنو په اړه خبرې وکړي.
دغه پلاوي د چهارشنبې په ورځ د اګست پر ۱۲مه، په کانبرا کې خبري غونډه وکړه، څو د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د نړیوالې ځواب وینې د اړتیا او له خطر سره د مخ افغانانو لپاره د ملاتړ د لارو چارو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
څېړونکې فرخنده اکبري ویلي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ نظام بنسټیز کړی دی. هغې ټینګار کړی چې د دغه وضعیت دوام یوازې د طالبانو په سیاستونو پورې محدود نه دی او له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه اسټرالیا یې غوښتي چې د سمبولیک ملاتړ پر ځای د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره عملي اقدامات وکړي.
دغې څېړونکې زیاته کړې: «مسوولیتمنل په دې مانادي چې له سمبولیک پیوستونه واوړو او داسې عملي او مانادار ملاتړ برابر کړو چې د افغان ښځو وړتیا او مقاومت پیاوړی کړي او هغوی ته دا فرصت ورکړي چې په هغو پرېکړو کې ونډه ولري چې د دوی ژوند او د هېواد راتلونکې ټاکي.»
د بښنې نړیوال سازمان د اسټرالیا د نړیوالو ستراتیژیکو کمپاینونو مسوول ذکي حیدري وايي چې د طالبانو پنځه کلنه واکمني د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره ډېره اوږده موده ده او په دغه هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې لا هم دوام لري. هغه له اسټرالیا او نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو د ډیپلوماتیک فشار په زیاتولو سره په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو د تامین لپاره اقدام وکړي.
حیدري زیاته کړې: «نن افغانستان داسې هېواد دی چې بنسټیزې ازادۍ پکې له منځه تللې دي او میلیونونه کسان په وېره کې ژوند کوي. افغان ښځو او نجونو له سترو خطرونو سره سره په زړورتیا خپل مقاومت ته دوام ورکړی او باید په دې مبارزه کې یوازې پرېنښودل شي. د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او بېعدالتۍ د کړۍ ماتول تر بل هر وخت ډېر اړین دي.»
د بښنې نړیوال سازمان د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د جنسیتي اپارټایډ د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان له اسټرالیا حکومت غوښتي چې د طالبانو له لوري د جدي بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې او تعقیب لپاره د حساب ورکونې له نړیوالو میکانیزمونو ملاتړ وکړي.
بښنې نړیوال سازمان له اسټرالیا حکومت غوښتي چې د افغانستان د کډوالو لپاره د بشري خوندیتوب او منلو لارې پراخې کړي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې له خطر سره مخ ښځې، نجونې، د بشري حقونو مدافعان او قومي او مذهبي لږکي باید د ملاتړ په لومړیتوب کې وي
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د خلکو پر بنسټیزو حقونو او ازادیو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو، پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. طالبانو نجونې له لومړنیو او لوړو زدهکړو محرومې کړې او ښځې یې د کار له لویې برخې او په ټولنیزو برخو کې له حضوره اېستلې دي.





