۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د ایران او ترکیې امنیتي ځواکونه په]ځلونو پر هغو افغان وګړو، چې د امنیتي ګواښونو له امله هڅه کوي له پولو تېر شي په ناقانونه ډزو شاته تمبول کېږي.
د بښنې د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې، چې چهارشنبه د وږي پر ۹ خپره شوې راغلي: «هغه کسان، چې ترکیې یا ایران ته پر دننه کېدو بریالي کېږي په معمول ډول په خپلسري توګه نیول کېږي او له ناقانونه او جبري توګه بېرته راګرځولو مخکې شکنجه او له ناوړه چلند سره مخ کېږي.»
د بښنې نړیوال سازمان یو شمېر څېړونکو د روان کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته سفر کړی او په هرات او اسلام کلا ښارونو کې یې له ایران او ترکیې څخه له ۷۲ بېرته راګرځول شویو سره مرکه کړې ده. په دغو کسانو کې ۴۸ تنو یې ویلي، چې له پولو د تېرېدو پرمهال د سرحدي ځواکونو له ډزو سره مخ شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، د هغوی مستند جوړولو څرګنده کړې، د ایران امنیتي ځواکونو، چې څو ځله یې د کډوالو پر لېږدونکو موټرو ډزې کړې افغانان یې مړه او ټپيان کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان څېړونکو ویلي: «د ترکیې پوله ساتو په ناقانونه هوایي ډزو او په ځینو مواردو کې پر افغانانو په مخامخ ډزو سره غوښتي، چې هغوی په شا وتمبوي.»
خبرپاڼې زیاته کړې، چې ګواښونه یوازې په پولو کې پایته نه رسېږي؛ ځکه ډېری هغه کسان، چې خبرې ورسره شوې د ترکیې او ایران په زندانونو کې یې د شکنجو او ناوړه چلند په اړه هم ویلي دي.
د بښنې نړیوال سازمان وایي، چې له ۳۵ تنو سره، چې غوښتل یې ترکیې ته ولاړ شي مرکه شوې ده او له دې جملې د هغوی ۲۳ تنو ویلي، چې له برید سره مخ شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد زیات شمېر وګړو پاکستان، ایران او ترکیې ته پناه وړې ده. ډېری پناه غوښتونکي د ایران د امنیتي ځواکونو له ناسم چلند څخه شکایت لري.