۸صبح، کابل: د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې په ایران کې د افغان خبریالانو د دوسیو د څېړلو لپاره بېړني اقدامات وکړي.
امسو سه شنبه د لړم پر ۲۶مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو او کاري مخینې له امله له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د هغوی بېرته ستنېدل کولای شي د هغوی ژوند او ازادي له خطر سره مخ کړي.
دې سازمان زیاته کړې چې په ایران کې پاتې کېدل هم د دغو خبریالانو لپاره اسانه نه دي؛ ځکه هغوی د ویزې او اقتصادي ستونزو، د نیول کېدو او شړل کېدو له اندېښنو او رواني فشارونو سره مخ دي.
د امسو په وینا، د دغو خبریالانو کورنۍ هم له دې وضعیته زیانمنې شوې دي؛ ماشومان یې زدهکړو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي او ښځې یې له لا ډېرو ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ۱۱ افغان خبریالانو د مرکې لپاره له مخکې وخت اخیستی و، خو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر او ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ترمنځ یې د مرکې وختونه لغوه شوي او تر اوسه ورته د مرکې لپاره نوي وختونه نه دي ټاکل شوي.
یو شمېر نور غوښتونکي هم د مرکې د وخت د ټاکل کېدو یا د اړینو فورمو د ترلاسه کولو په تمه دي او یوه غوښتونکي ته یې د غوښتنلیک په اړه منفي ځواب ورکړی دی.
امسو ویلي چې دغه خبریالان غواړي دوسيې يې پر وخت او عادلانه او رڼه توګه وڅېړل شي او هغوی نه د ځانګړو امتیازونو غوښتنه کوي او نه هم غواړي چې له قانوني پړاوونو مستثنا وګڼل شي.
دې سازمان له مسوولو ادارو غوښتي چې د دوسیو د څېړلو بهیر چټک کړي او غوښتونکو ته د دې بهیر لپاره مشخص مهالوېش وړاندې کړي.






