۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، یو شمېر هغه افغانان چې له پاکستانه خپل هېواد ته راستنیږي، تر راستنېدو وروسته له اقتصادي ستونزو او د خپلو کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو کې له ننګونو سره مخ دي.
دغه بنسټ سه شنبه، د لړم پر ۲۶مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره نغدي مرستې برابروي، څو هغوی وکړای شي واړه کاروبارونه پیل کړي.
د راپور له مخې، یوه راستنېدونکي د دغه بنسټ د نغدي مرستې په کارولو سره د لبنیاتو یو کوچنی پلورنځی پرانیستی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی چې دا ډول مرستې له راستنېدونکو سره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او اقتصادي خپلواکۍ ته په رسېدو کې مرسته کولای شي.






