۸صبح: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان کړی چې په نړۍ کې له هرو درېيو ښځو او نجونو یوه یې چې شمېر یې شاوخوا ۸۴۰ میلیونو تنو ته رسېږي، د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
دغه سازمان سه شنبه د نومبر پر ۱۷مه په یوه راپور کې ویلي چې د فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي ډېری قربانیانې هېڅکله د مرستې ترلاسه کولو لپاره اقدام نه کوي او یوازې لږ شمېر یې پولیسو ته مراجعه کوي.
د راپور له مخې، په ډېرو هېوادونو کې د ښځو له خوا د مرستې غوښتنه مخ پر کمېدو ده او د تاوتریخوالي د افشا کولو د پایلو وېره د هغوی د چوپتیا یو له مهمو لاملونو ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، هغه ښځې چې د تاوتریخوالي د پېښو راپور ورکوي، ښايي خپل کور، ماشومان او عاید له لاسه ورکړي یا د خپلې کورنۍ او ټولنې له خوا ورټل شي.
دغه سازمان زیاته کړې چې ځینې ښځې د تاوتریخوالي له افشا کولو وروسته د عاملانو له ګواښونو سره مخ کېږي او ان ځینې یې د مرستې غوښتلو له امله د تاوتریخوالي د عاملانو له خوا وژل کېږي.






