د صندلۍ یو شمېر جوړوونکي د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د صندلۍ د پېر او پلور د زیاتېدو خبر ورکوي او وايي چې په وروستیو ورځو کې د دې کسب بازار ښه شوی دی. د دوی په وینا، له شاوخوا سیمو ښار ته د کورنیو راتګ او د ګرمولو د وسایلو برابرولو ته د هغوی اړتیا د صندلۍ د پېرلو د غوښتنې د زیاتېدو اصلي لاملونه دي. د صندلۍ جوړوونکي زیاتوي چې د دغو صندلیو بیې د اندازې، د لرګیو د ډول او جوړولو د څرنګوالي له مخې توپیر لري.
د کابل ښار یو صندلۍ جوړونکی ظاهر د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د صندلۍ د جوړولو او پلور د بازار د ښه کېدو خبر ورکوي. هغه وايي، په دې ورځو کې یې کاروبار د پخوا پرتله ښه شوی او هره ورځ شاوخوا لس صندلۍ جوړوي.
دغه صندلۍ جوړوونکی زیاتوي: «د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د صندلۍ بازار ډېر ښه شوی دی. هره ورځ شاوخوا لس صندلۍ جوړوم او له دې منځه درې یا څلور پلورم.»
د کابل ښار یو بل صندلۍ جوړونکی غلامغوث له شاوخوا سیمو ښار ته د یو شمېر کورنیو راتګ د صندلۍ د بازار د ښه کېدو اصلي لامل بولي.
هغه وايي: «د مني موسم په رارسېدو سره، د خدای شکر دی چې د صندلۍ پېر او پلور ښه شوی دی. که څه هم ډېر خلک، په ځانګړي ډول ایران ته کډوال شوي دي، خو په مقابل کې یې ډېرې کورنۍ د اطراف له سیمو ښار ته راغلې دي چې دې چارې د صندلۍ د بازار پر ښه کېدو اغېز کړی دی.»
د کابل ښار یو بل صندلۍ جوړونکی امید (مستعار نوم) وايي چې د صندلۍ بیې د هغې د اندازې او جوړولو د ډول له مخې توپیر لري. د هغه په وینا، د صندلۍ بیې له ۶۰۰ تر ۲۵۰۰ افغانیو پورې دي.
هغه زیاتوي: «صندلۍ په کوچنیو، منځنیو او لویو اندازو جوړېږي او بیې یې هم توپیر لري. هغه صندلۍ چې جوړول یې ۴۰۰ افغانۍ لګښت لري، په ۶۰۰ افغانیو یې پلورو او هغه چې د جوړولو لګښت یې ۱۲۰۰ افغانیو ته رسېږي، په ۱۵۰۰ افغانیو یې پلورو. زموږ د پلور کچه په ځینو ورځو کې ان شاوخوا ۵۰ صندلیو ته رسېږي. درې شاګردان لرم؛ د ژمي په موسم کې صندلۍ جوړوو او په اوړي کې کړکۍ جوړوو.»
د کابل ښار یو بل صندلۍ جوړونکی جاوېد د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د صندلۍ د پېر او پلور د بازار د ښه کېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې ورځو کې د دې کسب بازار ښه وضعیت لري
هغه زیاتوي: «د صندلۍ پېر او پلور ډېر ښه دی، ځکه دا کسب تر ډېره د ژمي په موسم کې ښه بازار لري. د ورځې د پلور کچه توپیر کوي؛ کله ډېره او کله کمه وي، خو په ټوله کې د صندلۍ بازار ښه دی.»
د صندلۍ یو پېرېدونکی احمد (مستعار نوم) چې په ژمي کې د کور د تودولو لپاره د دې وسیلې د کارولو اصلي لامل د هغې اقتصادیتوب بولي. د هغه په وینا، د لرګیو، ګازو او سکرو د بیو لوړېدو ته په پام سره، د کورونو د ګرمولو د نورو سرچینو پرتله د صندلۍ کارول لږ لګښت لري.
هغه وايي: «موږ د دې لپاره صندلۍ کاروو چې لګښت یې لږ دی؛ ځکه په شپه او ورځ کې د سکرو په یو ځل تازه کولو سره، د اوږدې مودې لپاره تودوخه پاتې کېږي او د کورنۍ ټول غړي، په ځانګړي ډول ماشومان، ترې ګټه اخیستلای شي. که څه هم اوس د صندلۍ او سکرو بیې هم لوړې شوې دي، خو د لرګیو، سکرو او ګازو د پېرلو د لګښت پرتله، د صندلۍ کارول لا هم ارزانه تمامېږي.»
د صندلۍ یو بل پېرېدونکی غلامرضا وايي چې د ژمي په موسم کې د هغې د تودوخې له امله د کورنیو ترمنځ د صندلۍ کارول ډېر دود دي.
هغه زیاتوي: «صندلۍ په ژمي کې د ځان ګرمولو لپاره یوه مناسبه وسیله ده. کله چې ترې لاندې سکاره یا نور سونتوکي کېښودل شي، د صندلۍ دننه فضا تودېږي او د کورنۍ غړي، له کوچنیانو نیولې تر زړو پورې ترې چاپېر راټولېږي او خپل وخت یوځای تېروي.»
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د کابل یو شمېر اوسېدونکو د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د سونتوکو د بیو د لوړېدو او د هغو د پېرلو لپاره پر خپلې بې وسۍ اندېښنه ښودلې وه. هغوی ویلي وو چې د ژمي په رارسېدو سره د سونتوکو د بیو لوړېدل تل د کورنیو له جدي ستونزو دي؛ خو خراب اقتصادي وضعیت او د خلکو د پېرلو د توان کمښت دا اندېښنې لا زیاتې کړې دي. د دغو اوسېدونکو په وینا، ان که د سونتوکو بیې راټیټې هم شي، بیا هم ډېرې بېوزلې کورنۍ د هغو د پېرلو وس نه لري.






