۸صبح، کابل: طالبانو ویلي، چې ۷۹ کورنۍ چې ۳۳۵ کسان کېږي پرون په جبري توګه افغانستان ته را ستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت يکشنبه د لړم پر ۱۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۳۲ کورنۍ چې ۱۳۶ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د فطرت په وینا، ۱۰ کورنۍ چې ۶۵ کسان پکې شامل دي، د کندهار د سپینبولدک له لارې او ۲۳ کورنۍ چې ۷۹ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
همداراز، ۱۳ کورنۍ چې ۴۶ کسان پکې شامل دي، د هرات د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو عالي کمېشنرۍ ویلي، د سپټمبر میاشتې تر پایه له ایران او پاکستانه نږدې یو میلیون او ۲۹۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.





