۸صبح، کابل: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې ۴۱۶ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت پنجشنبه د لړم پر ۱۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د هغو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر چټک کړی چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
یو شمېر نیول شوي کسان د بند مودې تر پوره کولو یا د ایستلو د اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته، افغانستان ته راستنول کېږي.





