۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینې وايي، وسلهوالو کسانو په دغه ولایت کې د یوه سوداګر له کوره قیمتي توکي غلا کړي دي.
ځايي سرچينې وايي، چې دا پېښه چهارشنبه د سلواغې پر ۱۹ د غزني ولايت د مرکز اړوند توحيد اباد سيمه کې شوې ده.
د سرچينو په وینا، وسلهوال کسان د تلاشۍ په پلمه د شپې مهال د سوداګر کور ته ورننوتي وو.
د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د دغې کورنۍ نارينه او ښځې په يوه خونه کې بنديان کړي او بيا يې د قيمتي توکو په غلا لاس پورې کړی دی.
په غزني کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې هم يو شمېر وسلهوالو د غزني ښار د درېيمې ناحیې د احمداباد په سيمه کې له يوه کوره يو موټر غلا کړى و.