۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د القاعده شبکې غړو کوربهتوب او همداراز له ټيټيپي ملاتړ کوي.
نوموړي وزارت دا موضوع په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال پرمهال ترهګریزو ګواښونو ته پوښښ ورکوي، مطرح کړې ده.
ورته مهال، راپور زیاتوي چې ټيټيپي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ازاد ډول تګراتګ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې دا هم راغلي چې داعش په افغانستان کې د یو جدي ګواښ په توګه پاتې دی او د طالبانو غړي یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
همداراز په راپور کې ویل شوي چې د تاجکستان امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د ترهګرو یو پټنځای په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
امریکا ټینګار کړی چې پر ملکیانو او مذهبي اقلیتونو د داعش، په ځانګړې توګه د دغې ډلې د خراسان څانګې بریدونه دوام لري.
په راپور کې لیکل شوي چې د داعش خراسان څانګې د ۲۰۲۳ کال پرمهال شاوخوا ۱۸ بریدونه کړي دي.
په دې بریدونو کې ۱۴ یې د طالبانو پر ضد شوي دي.
همداراز، په دغه راپور کې بلخ او غزنی ولایتونو کې پر شیعهګانو د داعش بریدونو ته هم اشاره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د طالبانو د کډوالو وزیر، خلیلالرحمن حقاني د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو او داعش وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسوولیت ومانه.
طالبان په وار وار په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو حضور رد کړی دی.





