۸صبح، کابل: په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو او پر ایران د اسراییلو برید له احتمالي برید وروسته د افغانستان له اسمانه الوتنې ډېرې شوې دي.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امامالدین احمدي چهارشنبه د تلې پر ۱۸مه د دغې ډلې تر کنټرول لاندې رسنیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له اسمانه ۳۵۰ الوتنې شوې دي.
هغه زياته کړې چې تېرکال دا شمېر ١٠٠ الوتنو ته رسېدلى و.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال اکټوبر پر دویمه د «Flightreader24» ادارې شمېرې ښيي چې د افغانستان له اسمان څخه د الوتنو شمېر ۱۷۶ ته رسېدلی دی.
د افغانستان له اسمان څخه د الوتنو زیاتوالی پر اسراییلو باندې د ایران له برید وروسته لیدل کېږي.
په همدې حال کې «Flightreader24» جوته نه کړه چې کومې هوایي کرښې د افغانستان له اسمان څخه ترټولو ډیر ټرافیک لري.
د اسراييلو له خوا پر فلسطين او لبنان له برید او همدارنګه پر ايران د بريد له احتمال وروسته د افغانستان له اسمان څخه د الوتنو تګ راتګ ډېر شوى دى.





