• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

نیمګړی ارمان؛ غوښتل مې خبریاله شم

عاطفه رضايي عاطفه رضايي
۴ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1785074997]
Pexels

Pexels

زړور او تکړه خبریال یما سیاوش چې د سیاستوالو د ننګولو جرات یې لاره، تل مې څاره. هیله مې لرله چې یوه ورځ به زه هم د نوموړي په څېر له هغو کسانو پوښتنې وکړم چې د واک په زور یې ژوند هوسا کړی او خلک یې د ستونزو په ډنډ کې پرېيښي دي. تل مې غوښتل پوه شم، کله چې له داسې پوښتنو سره چې د هېواد ترخه واقعیتونه بربنډوي، څه ته پناه وړي او څنګه خپله غوسه پټوي؛ هغه مهال چې سیاسي څېره یې د حقیقت تر سیوري لاندې پټه وي.

په خپل ذهن کې مې تل ځان په توره درېشي کې انځوراوه. تور رنګ راته د جديت، ټينګښت او وقار نښه وه. ګومان مې کاوه چې درېشي یوازینۍ جامه ده چې ما د رسنیو په چوکاټ کې لا جدي ښيي. ښايي دا تصور یو څه عجيب و او ښايي د حق او باطل د بېلولو او حقدارانو ته د حق رسول له ژورې مینې او لېوالتیا څخه راولاړ شوی و.

د ټلوېزیون پرده راته زړه راښکونکې وه او خبریالي مینه. ماته خبریال کېدل یوازې یوه دنده یا ټولنیز مقام نه و؛ بلکې د زده‌کړې، حقیقت موندلو او د هغو پوښتنو د ځوابونو د لټون له شوقه ډک سفر و چې هره ورځ یې افغانستان تېر ته ټيل وهه. په ذهن کې مې د «ولې» او «څنګه» بې‌شمېره ریښې غځېدلې وې. داسې چې هر ځواب بیا په زرګونو نورو پوښتنو وېشل کېږي او زه یې د موندلو تږې وم. د هر حقیقت موندل به مې له وجوده ستړیا لرې کوله.

په خیالونو کې به مې ځان داسې انځوراوه چې ستړې ستومانه، خو ویښ ذهن کور ته راستنېږم. د سبا د راپور متن به مې چمتو کاوه، خپل یادښتونه به مې لیکل او شپه به مې د راتلونکې ورځې په پلان جوړولو پای ته رسوله. وروسته به مې خپلې بسترې ته پناه وړه؛ سبا او نه ختمېدونکې لېوالتیا ته؛ داسې سبا چې خلک به له یو بل حقیقت څخه خبرېږي.

توره دریشي مې په ذهن کې د انرژۍ د یوې زېرمې په څېر انځورېده؛ داسې به مې انګېرله، لکه په هغه کې چې یوه پټ ځواک نغښتی وي، داسې ځواک چې هېڅکله نه ختمېږي. شپې مې خوښېدې. د قهوې یوه پیاله به مې په لاس کې نیوله او له بالکنه به مې ستورو، سپوږمۍ، د موټرو تګ‌راتګ او لارویانو ته کتل. همدغو به راته سکون راکاوه.

شپه خوندي نه وه، خو ارامه وه. د ورځې شور او زوږ ورو ورو چوپېده او ښار به د څو شېبو لپاره له ګډوډۍ څخه واټن اخیست. زه به په هماغه چوپتیا او ښکلا کې ډوبه وم، خپله قهوه به مې څښله او د الله شکر به مې ادا کاوه. خو کله کله د خوبونو او حقیقت ترمنځ دومره لوی واټن وي، لکه د یوه برخلیک هومره اوږد او ژور.

ټول هغه څه مې چې وویل، یوازې مې یې ارمان لاره. نن سبا نور شپه راته د ارام سرچینه نه ده؛ بلکې هغه یوازیتوب دی چې پکې خپلې اوښکې پټې تویوم. سپوږمۍ نور د ښکلا نښه نه ده؛ هغه راته د خاموشو سلګیو اورېدونکې ده او د هغو چیغو شاهده ده چې هېڅکله وا نه ورېدل شوې. کوڅې او سړکونه له هغو ارمانونو ډک دي چې د خلکو په زړونو کې بهېږي، خو د راوتلو او څرګندېدو لار نه مومي. داسې لکه د دغو ټولو خوبونو او هیلو په منځ کې مې یو حقیقت هېر کړی و: زه یوه افغانه نجلۍ یم.

هغه نجلۍ چې ورو ورو د ژوند له ډېرو پاڼو لرې کېږي. هغه نجلۍ چې یو وخت یې ځان د خلکو د کورونو د ټلوېزیون په پرده کې انځوراوه، اوس د هماغه خوب د ژوندي ساتلو لپاره له یوه ترخه واقعیت سره مبارزه کوي. افغان نجونې کله کله د خپلو خوبونه درنه بیه پرې کوي او کله کله د خوب لیدلو له حق څخه په محرومېدو. یو وخت خوشحاله وم چې خوب وینم. خوب مې د ژوند نښه بلله، خو نن هماغه خوبونه پر تلپاتې ټپونو اوښتي؛ داسې ټپونه چې په هر خواږه تصور تازه کېږي.

زه ستړې یم؛ ستړې او وېرېدلې، له دې کبله چې هسې نه په داسې یوې کورناستې نجلۍ بدله شم چې د ژوند ټوله خوښي یې یوازې د لوښو په مینځلو او د جامو په وچولو کې راټولې شوې وي. خو له دې ټولو سربېره مېلا هم په وجود کې یو څه ژوندي دي. لا هم باوري یم چې خوبونه زنداني کېدای نه شي. دروازې تړل کېدای شي، غږونه چوپ کېدای شي، فرصتونه تروړل کېدای شي؛ خو د پوهېدو، زده کړو او جوړولو شوق د هغه انسان له زړه نه شي ایستل کېدای چې لا هم هیله لري.

ښايي نن د کامرې تر شا نه اوسم، ښايي پوښتنې مې د ټلوېزیون په سټوډیوګانو کې وانه ورېدل شي، خو لا هم هماغه نجلۍ یم چې پر حقیقت ایمان لري؛ هغه نجلۍ چې پوهېږي، تر ټولو تیاره شپه هم سبا لري. ما له ټولو ستړیاوو او ارمانونو سربېره، لا هم خوبونه نه دي ښخ کړي؛ ځکه باوري یم چې یوه ورځ به افغان نجونې د خوب لیدلو لپاره نه، بلکې خپلو خوبونو ته د رسېدو لپاره حیرانې شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف: هر ماشوم حق لري چې روغ او له پولیو خوندي لوی شي
ټولنه

یونیسف: هر ماشوم حق لري چې روغ او له پولیو خوندي لوی شي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792845754]
جبري راستنېدنې؛ پرون نږدې زر افغانان هېواد ته راستانه کړل شول
خبرونه

ملګري ملتونه: پاکستان په یوه اوونۍ کې ۵۱۷ افغانان نیولي دي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792841543]
په افغانستان کې د برېښنايي کثافاتو زیاتوالی؛ د بیا کارونې او پروسس د معیاري سیستم نشتوالی اندېښمنوونکی دی
راپورونه

په افغانستان کې د برېښنايي کثافاتو زیاتوالی؛ د بیا کارونې او پروسس د معیاري سیستم نشتوالی اندېښمنوونکی دی

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792840852]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.