۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د پولیو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، هر ماشوم حق لري چې روغ لوی شي او د پولیو له خطره خوندي وي.
یونیسف شنبه د لړم پر ۲مه، د پولیو پر وړاندې پر مبارزې او له دې ناروغۍ څخه د ماشومانو پر ساتنې ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې: «راځئ چې د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره خپله ژمنتیا نوې کړو او د خپلو ماشومانو لپاره له پولیو پاکه راتلونکې تضمین کړو.»
پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کالو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي.
د دې ناروغۍ د مخنیوي اصلي لار واکسین دی او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د پولیو واکسین د ټولو پړاوونو بشپړ پلې کول مهم دي.





