• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

زما خپل پښتون قوم ته پرانیستی لیک

سلما الکوزۍ سلما الکوزۍ
۱۱ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1782991945]
WAKIL KOHSAR / AFP

WAKIL KOHSAR / AFP

په تاریخ کې داسې شېبې راځي چې یو ملت د هغو جرمونو له مخې نه ارزول کېږي چې د هغه په نوم ترسره شوې وي، بلکې له مخې ارزول کېږي چې د هماغو جرمونو پر وړاندې یې څه دریځ غوره کړی و.

زما قومه! دا خبرې زه د دښمن په توګه نه لیکم، بلکې د یوې پښتنې په توګه یې لیکم.

دا ځکه لیکم چې زه، له خپلې ژبې، تاریخ، شاعرۍ، دودونو او هغه عزت سره مینه لرم چې زموږ نیکونو په قربانیو جوړ کړی دی. زه نه غواړم دا میراث مو د سترګو پر وړاندې له منځه لاړ شي.

موږ او تاسي تل په ویاړ ویلي دي چې پښتانه یو. موږ د میوند د ملالۍ کیسې خپلو اولادونو ته کړې دي؛ هغې نجلۍ چې خپل ولس ته یې د مېړانې او مقاومت درس ورکړ. موږ د نازو انا نوم په درناوي اخیستی چې په خپل تدبیر او حکمت یې د یوه ملت په جوړولو کې ونډه لرله. موږ د زرغونې انا، خپلو شاعرانو، پوهانو، مشرانو او د مېلمه پالنې، سخاوت، اوعزت دودونه ستایلي دي. موږ تل ویلي چې پښتونولي د مېلمه پالنې، د کمزوري ملاتړ، پر ژمنې وفا او د مظلوم تر څنګ د درېدلو مانا لري. موږ تل ادعا کړې چې مېړانه زموږ د هویت برخه ده.

نو نن زه له تاسو یوه پوښتنه لرم: موږ ته څه را پېښ شول؟

څنګه د میوند د ملالۍ اولادونه نن د هغو کسانو له لارې پېژندل کېږي چې له قلم او د نجونو له زده کړو وېرېږي؟ څنګه د مېړانې دعوه کوونکی ولس د هغو کسانو په نوم یادېږي چې بې وسلې ښځې په کوڅو کې وهي؟ څنګه عزت په دې بدل شو چې میندې په خپلو کورونو کې بندیانې شي؟ څنګه ایمان په وېرې بدل شو؟ څنګه اسلام د هغو کړنو د توجیه وسیله شوه چې نه د اسلام له روح سره سمون لري او نه د انسانیت له وجدان سره؟

په دې کې هېڅ سپېڅلتیا نه شته چې د ټولنې نیمایي برخه په کورونو کې بنده وساتل شي. په دې کې هېڅ اسلام نه شته چې نجونې له زده کړو محرومې شي. په دې کې هېڅ عزت نه شته چې ښځې په کوڅو کې سپکې او ووهل شي. په دې کې هېڅ مېړانه نه شته چې پر بې وسلې خلکو ټوپک ونیول شي. او په دې کې هېڅ نارینتوب نه شته چې یو نظام د وېرې او زور له لارې حکومت وکړي.

دا د ځواک نښې نه دي. دا د کمزورۍ او وېرې نښې دي. بزدلي یوازې د دین جامه اغوستې ده. طالبانو اسلام نه دی پیدا کړی. طالبان د پښتونولۍ مالکین نه دي. طالبان زموږ د تاریخ استازي نه دي.

خو هره ورځ چې موږ چوپ پاتې کېږو، هغوی د نړۍ په ذهن کې د اسلام او د پښتون هویت استازي ګرځي. کېدای شي د طالبانو تر ټولو ستره بریا دا نه وي چې کابل یې نیولی دی. کېدای شي د هغوی تر ټولو ستره بریا دا وي چې نړۍ یې دې ته قانع کړې چې طالبان د پښتنو استازي دي. هغوی نه دي. خو که موږ دا خبره په لوړ غږ ونه وایو، نو نړۍ به یې له کومه زده کړي؟

هره ورځ یوه بله کوچنۍ نجلۍ لویېږي، په دې باور چې د هغې برخلیک یوازې د کور څلور دېوالونه دي. هره ورځ یو بل هلک لویېږي، په دې فکر چې زورواکي نارینتوب دی. هره ورځ یوه بله ټولنه د رحم پر ځای ویره زده کوي. او هره ورځ نړۍ د پښتنو په اړه یو بل غلط تصور خپلوي. تاریخ زموږ د سترګو پر وړاندې بدلېږي. او تاریخ له چوپو خلکو سره هېڅ رحم نه کوي.

موږ ډېر وخت د خپل هویت په دفاع کې تېروو. موږ د خپلې ژبې دفاع کوو. د خپل تاریخ او کلتوردفاع کوو. په خپلو نیکونو باندې ویاړو. خو ماته ووایاست…

له طالبانو څخه د دې ټولو ارزښتنو دفاع څوک کوي؟

د ملالۍ د نوم دفاع څوک کوي؟ د نازو انا د میراث دفاع څوک کوي؟ د هغه عزت دفاع څوک کوي چې موږ پرې دومره ویاړو؟ ځکه هره ښځه چې طالبان یې وهي، زموږ د لوڼو عزت ټپي کوي. هره نجلۍ چې له ښوونځي محرومېږي، زموږ د میندو عزت ته سپکاوی دی. هر ظلم چې د اسلام په نوم کېږي، زموږ دین بدناموي. او هر جرم چې د پښتونولۍ په نوم ترسره کېږي، زموږ نوم هم ورسره داغمنوي.

نړۍ زموږ او طالبانو ترمنځ دومره کرښه نه باسي لکه موږ چې یې باسو. سمه وي که ناسمه، خلک هغه څه په یاد ساتي چې تل یې ویني. او نن هغوی طالبان ویني. که موږ چوپ پاتې شو، سبا به یوازې طالبان په یاد لري. ایا له دې باید هر هغه پښتون ونه وېرېږي چې له خپل هویت سره مینه لري؟

افغانستان یوازې د پښتنو وطن نه دی. دا د تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، نورستاني، پشه‌یي، ایماق او د دې خاورې د هر اوسېدونکي ګډ کور دی. که موږ پرېږدو چې طالبان زموږ په نوم خبرې وکړي، موږ یوازې خپل هویت نه زیانمنوو. موږ له نورو افغانانو هم غواړو چې زموږ نوم د هغه ظلم له خاطرو سره وتړي چې هغوی یې زغمي.

هیڅ ولس د داسې بار تر سیوري لاندې اوږد ژوند نه شي کولی. هیڅ هېواد د وېرې پر بنسټ یووالی نه شي ساتلی. دا یوازې د افغانستان بحران نه دی. دا د پښتون هویت تر ټولو لوی ازمېښت دی. نو زه نن طالبانو ته نه غږېږم. ظالمان په نصیحت واک نه پرېږدي. زه خپل ولس ته غږ کوم. زموږ مشرانو ته. زموږ دیني عالمانو ته. زموږ استادانو ته. زموږ لیکوالانو ته. زموږ شاعرانو ته. زموږ هنرمندانو ته. زموږ سوداګرو ته. زموږ میندو او پلرونو ته. زموږ ځوانانو ته. که موږ نه یو…

نو څوک؟

که نن نه وي… نو کله؟ ایا موږ به د هغه نسل په توګه یادېږو چې د پښتون عزت یې وساته؟ او که د هغه نسل په توګه چې د خپل هویت د غلا کېدو ننداره یې وکړه؟

کله چې ستاسو لمسیان له تاسو وپوښتي: تاسو څه کول، هغه وخت چې ښځې بندیانې وې؟ تاسو څه کول، هغه وخت چې نجونې له ښوونځیو محرومې شوې؟ تاسو څه کول، هغه وخت چې د پښتون نوم له وېرې، جهل او ظلم سره وتړل شو؟ ایا چوپتیا به مو ځواب وي؟

یوه ورځ طالبان به نه وي. هر ظلم پای لري. خو اصلي پوښتنه دا نه ده چې طالبان به کله ختمېږي. اصلي پوښتنه دا ده: له طالبانو وروسته به زموږ له نوم څخه څه پاتې وي؟ ایا نړۍ به طالبان په یاد ولري؟ او که به دا په یاد ولري چې کله تیاره راغله، پښتنو دومره جرئت وکړ چې خپل نوم، خپل عزت او خپل هویت یې بېرته راژوندی کړ؟

دا پرېکړه تاریخ نه کوي. دا پرېکړه موږ کوو. او تاریخ موږ ته ګوري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

کلتوري محدودیتونه او د پوهاوي کمښت؛ په افغانستان کې د ښځو د سینې سرطان د ژر تشخیص پر وړاندې خنډونه
راپورونه

کلتوري محدودیتونه او د پوهاوي کمښت؛ په افغانستان کې د ښځو د سینې سرطان د ژر تشخیص پر وړاندې خنډونه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792662935]
سرچینې: په بامیان کې د یوناما د دفتر امنیتي مسوول له وسله‌وال بریده روغ وتلی
خبرونه

سرچینې: په بامیان کې د یوناما د دفتر امنیتي مسوول له وسله‌وال بریده روغ وتلی

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792658128]
جبري راستنېدنې؛ پرون نږدې زر افغانان هېواد ته راستانه کړل شول
خبرونه

طالبان: څه باندې زر کسان په جبري توګه افغانستان ته راستانه شول

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792657492]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.