۸صبح، کابل: د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې (AAN) اعلان کړی چې افغانستان په نړۍ کې د زېږون د کچې له مخې په نهم ځای کې دی.
نوموړې شبکې یکشنبه د لړم پر ۱۰مه راپور ورکړی چې په افغانستان کې د زېږون کچه د سیمې هېوادونو پرتله لوړه ده او د افریقا په سویل کې له صحرايي هېوادونو سره ورته والی لري.
په راپور کې راغلي چې د مخکېني حکومت پر مهال د اولادونو منځنۍ کچه په کمېدو وه، که څه هم د ولایتونو، زدهکړو د کچې او په ښارونو یا کلیو کې د ښځو د اوسېدو له مخې، پام وړ توپیرونه و.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ویلي، د زېږون لوړه کچه له وخت مخکې ودونو، د کورنۍ د تنظیم خدماتو ته محدود لاسرسي او د ښځو پر زدهکړو او کار له محدودیتونو سره تړاو لري.
یادې شبکې زیاته کړې چې په افغانستان کې د زېږون د کچې اړوند د تازه شمېرو د نشتوالي له کبله یې په هېواد کې له قابلو او ډاکټرانو سره خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو ویلي چې په روغتونونو او کلینیکونو کې د هغو تنکیو نجونو زیات شمېر ویني چې واده شوې او امیندواره دي.
د دغو روغتیايي کارکوونکو په خبره، له زدهکړو د نجونو محرومیت او مسلکي دندو لرونکو ښځو په توګه د راتلونکې جوړولو فرصت نه لرل، په کم عمر کې د ودونو لوی لاملونه دي.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې په تنکۍ ځوانۍ کې پرلپسې امیندواري، د میندو لپاره ډېر خطر لري په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې د تېرو پنځو کالو په اوږدو کې روغتیايي پاملرنې ته د میندو لاسرسی له ننګونو سره مخ و.





