۸صبح، فراه: په فراه ولایت کې سیمه ییزی سرچینې وايي، د عناب ګل کلنۍ مشاعره د طالبانو تر کلکو محدودیتونو لاندې جوړه شوې ده.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۱۰مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو یوازې هغو شعرونو ته د لوستلو اجازه ورکړې چې د دې ډلې په ستاینه یا د طالبانو د موخو ملاتړ ته د خلکو د هڅونې لپاره لیکل شوي و.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د څار کمېټه د مشاعرو له جوړېدو مخکې د شاعرانو شعرونه او د شاعرانو ادبي لیکنې ارزوي.
د سرچینو په وینا، دې کمېټې د انتقادي، عاشقانه او ذوقي شعرونو لوستل منع کړي او په ځانګړي ډول یې د مجازي مینې په اړه د شعرونو پر لوستلو بندیز لګولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د مشاعرو د جوړولو لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړې ده.
له دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټول افغانستان کې د مشاعرو په ګډون د فرهنګي او ادبي پروګرامونو جوړېدل درولي و.
د سرچینو په وینا، اوس هم شاعرانو ته یوازې د طالبانو په ستاینه کې د شعر ویلو اجازه ورکول کېږي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر فرهنګي او ادبي فعالیتونو، په ځانګړي ډول د شاعرانو او لیکوالانو پر کارونو پراخ بندیزونه لګولي دي.





