۸صبح، زابل: په زابل کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې ځینې طالبان د قاچاقبرانو ترڅنګ د نشهيي توکو په ټولولو، پروسس او قاچاق کې لاس لري.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۱۰مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د زابل په غرنیزو او لرې پرتو سیمو کې ګڼ کسان د دغو موادو پر ټولولو او پروسس بوخت دي.
د سرچینو په خبره، قاچاقبر په دغو سیمو کې د نشهيي توکو د پروسس کارخونې جوړې کړې او دا فعالیتونه په پراخه کچه دوام لري.
سرچینې وايي چې طالبان له هغو قاچاقبرو سره چې له دغو موادو څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې یوه برخه ورکوي، چلند نه کوي خو هغوی چې برخه نه ورکوي، نیسي او د نشهيي توکو دقاچاق په تور یې محکمې ته ورپېژني.
سرچینې وايي چې په زابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې مدیریت ځينې غړي او د ۲۰۵ قول اردو ځينې غړي په دغې سوداګرۍ کې لاس لري.
د سرچینو په خبره، نشهيي توکي له ټولولو او پروسس وروسته ایران ته لېږدول کېږي.





