فرانسوي چارواکو د لاریونونو پر مهال د تاوتریخوالي او لوټمارۍ د اندېښنو له امله په ټول هېواد کې ۷۰ زره پولیس ځای پر ځای کړي دي.
رویټرز شنبه د اکتوبر پر ۲۴مه راپور ورکړی چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز، له پولیسو غوښتي چې بلواګرو او لوټمارانو ته چټک غبرګون وښيي.
په فرانسه کې وروستي لاریونونه د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي او پر عامو خدمتونو د فشار له امله پیل شوي او محصلان او د کارګرو ټولنې واټونو ته راوتلې دي.
فرانسوي چارواکي وايي، توندلارې ډلې او لوټمار ځوانان له لاریونونو د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره ناوړه ګټه اخلي.
ورته مهال په پاریس کې یو شمېر پلورنځیو خپلې ښیښې په لرګینو تختو پوښلې او لوکسو پلورنځیو خپل امنیتي تدابیر کلک کړي دي.





