د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د اوکرایین یو سکالپ توغندی، څلور نېپټون توغندي او یو زرو ۲۹۷ ډرون نسکورې کړې دي.
نوموړي وزارت شنبه د اکتوبر پر ۲۴مه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې اوکراییني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپل شاوخوا یو زرو ۱۹۰ پوځيان له لاسه ورکړې دي.
د روسیې د دفاع وزارت د ادعا له مخې، دا تلفات د روسي ځواکونو بېلابېلو ډلو په عملیاتي سیمو کې وراړولي دي.
د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې چې د دغه هېواد ځواکونو د اوکراییني پوځ اړوند د انرژۍ، ترانسپورت، ګودامونه او د ډرون توغولو تاسیسات په نښه کړي دي.
د نوموړي وزارت په وینا، په ۱۴۷ سیمو کې د اوکراییني ځواکونو او بهرنیو جنګیالیو پر لنډمهالو اډو هم بریدونه شوي دي.





