د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیاوو له دوام سره سره به، پاکستان د دواړو لورو ترمنځ د خبرو او ډیپلوماسۍ لپاره د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.
«ډان» ورځپاڼې چهارشنبه د سپټمبرپر ۲مه، راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې له رسنیو سره په اوونیزه غونډه کې کړې دي.
د راپور له مخې، طاهر اندرابي ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ له شته ترینګلتیاوو سره سره، پاکستان «هیلهمن» دی چې ډیپلوماسي او خبرې اترې دوام ومومي.
اندرابي په دې برخه کې د پاکستان ډیپلوماټیکو هڅو ته په اشارې سره ویلي چې د روانې اوونۍ په لړ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره کتلي او د سیمې د روان وضعیت په اړه یې خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د منځګړیتوب هڅو او د اسلاماباد د هوکړهلیک له لاسلیک سره سره، د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري.





