۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو د خپل تاسیس د یو اتیايمې کلیزې په مناسبت د ناورينونو پر وړاندې د افغانانو پر ملاتړ، د هغوی د بشري حقونو د ساتنې او په دغه هېواد کې له زیانګالونکو ډلو سره د مرستې پر دوام ټینګار کړی دی.
دغه سازمان جمعه د لړم پر لومړۍ د خپل تاسیس د یو اتیايمې کلیزې په مناسبت د یوې ویډیو په خپرولو سره د ناورينونو، جګړو، بېوزلۍ او بېځایه کېدو پر وړاندې د افغانانو د مقاومت ستاینه کړې ده.
د دغې ویډیو له مخې، ملګرو ملتونو ویلي چې د جګړو، بېوزلۍ، بېځایه کېدو او اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ناڅاپي ستونزو تر سيوري لاندې په افغانستان کې میلیونونه کسان له سترو ننګونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو ناورينونو پایلو د خلکو پر ژوند او لومړنیو اړتیاوو ته د کورنیو د لاسرسي پر بهیر سیوری غوړولی دی.
ملګرو ملتونو په دې ویډیو کې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ټولنې دغه برخه له ټولنیزو او جوړښتي محدودیتونو سره مخ ده.
له بلې خوا، دغه سازمان په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په تشریح کولو سره ویلي چې د خوراکي توکو د مرستو وېش، د تغذیې د وضعیت ښه کول، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د زدهکړو د فرصتونو برابرول او له بېځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ملاتړ یې د فعالیتونو له مهمو برخو دي.
دغه نړیوال سازمان د بشري حقونو پر رعایت، سولې ته د رسېدو لپاره پر خبرو اترو او په ټولنه کې د ښځو او نجونو د ازاد مشارکت پر تضمین ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټولنې د ټولو برخو د ګډون لپاره له لارې هوارولو پرته د تلپاتې سولې راتګ ناشونی دی.
ملګرو ملتونه په داسې حال کې د افغانانو د ساتنې او ملاتړ لپاره پر دوامدارې ژمنتیا ټينګار کړی، چې د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې میلیونونه کسان له زیاتېدونکې بېوزلۍ سره مخ دي. همداراز، د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو د افغانستان د نفوس نیمایي برخه په عملي توګه له ټولنیز ژونده ایستلې ده.





