د اېنجه (هنګ) بوټی د خپل ځانګړي خوند او درملنې لپاره پیژندل کېږي. دا بوټی د هضم مشکلاتو په درملنه کې مرسته کوي، التهاب کموي، او د زکام او انفلونزا په حالت کې د ارامۍ لپاره کارول کېږي. اېنجه د چای، سوپونو او مختلفو خوراکونو په جوړولو کې هم کارول کېږي. ګرم او مرطوب اقلیمونه د دې بوټي لپاره ډېر غوره دي. اېنجه نه یوازې د خوند لپاره مهمه ماده ده، بلکې د ګڼو روغتیایي ګټو له کبله په طب کې یو ځانګړی ارزښت لري.
په افغانستان کې هم د دغه بوټي کرکېله ورځ تر بلې د دود په حال کې ده او دا مهال د هېواد د نورو سیمو په پرتله په ننګرهار کې یو شمېر کروندګرو د اېنجې بوټي کرکېلې ته مخه کړې، خو د بازار نشتوالی، د حاکمې ډلې نهپاملرنه او د دغه بوټي د کرکېلې په برخه کې د پوهاوي کمښت هغه ستونزې دي چې کروندګر یې سخت اندېښمن کړي دي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر چې په دغه ولایت کې یې د اېنجې فصل کرلی شکایت کوي چې د طالبانو له لوري ورته د محصولاتو د پلور لپاره مناسب بازار نشته او په وینا یې، دې کار دوی ته یې اندېښنې پیدا کړي دي. دوی همداراز نیوکه کوي چې د اېنجې کرکیله په دې ولایت کې نوې ده او د طالبانو له لوري ورته هېڅ ډول روزنه نه ده ورکړل شوې چې د دوی پر فصل یې منفي اغېز کړی دی.
کروندګر غوښتنه کوي څو له دوی سره دې د بازار موندنې، روزنې او نورو اړوندو برخو کې مرستې وشي. د سره رود ولسوالۍ د فتحاباد سیمې اوسېدونکی عبدالوهاب چې په خپله دوه جریبه ځمکه یې د لومړي ځل لپاره د اېنجې کرلې وايي، فصل یې حاصل ته رسېدلی، خو د پلور لپاره یې اندېښمن دی.
دی وايي، د اېنجې د حاصلاتو د پلور لپاره د مناسب بازار نشتوالي او له دغه بوټي سره د خلکو نه بلدتیا له تاوان سره مخ کړي. نوموړی زیاتوي، که د اېنجې د خرڅلاو لپاره مناسب بازارونه پیدا نه شي، نو ګڼ کروندګر به د اېنجې له کرکیلې لاس واخلي.
عبدالوهاب له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما درې کاله مخکې په خپله ځمکه اېنجه کرلې، زما د پټي ۲۰ زره بوټي په حاصل راغلي، اوس لګیا یم حاصل ټولوم، خو د خرڅولو لپاره یې هېڅ مدرک نشته، هېڅوک یې پوښتنه نه کوي، که د اېنجې لپاره داخلي او خارجي بازار پیدا نه شي، ګټه خو پرېږده چې خپل مصارف هم نه شو پوره کولی؛ باید د اېنجې لپاره مناسب بازار پیدا شي.»
کروندګر دغه راز شکایت کوي، د طالبانو د کرنې ریاست له لوري ورته د اېنجې د کرکیلې په برخه کې عامه پوهاوی او لازمې مرستې نه دي شوي.دوی په ننګرهار کې د کرنې ریاست لپاره د طالبانو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې کروندګرو ته دې د اېنجې د کرکیلې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شي؛ ترڅو په یې حاصلات پراخ او مناسبه ګټه وټه وکولی شي.
کروندګر خیالمحمد په همدې تړاو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «دهقانانو ته تر اوسه زراعت ریاست کوم عامه پوهاوی یا تربیت نه دی ورکړی چې مونږ په سم ډول د اېنجې فصل وکرو یا یې د حاصلاتو د را ټولولو لپاره کار وکړو؛ هر دهقان په پیسو د اېنجې فصل استادان راوستي، خو دا مونږ ته ډېر تاوان کوي، نه ګټه کولی شو نه خپل مصارف پوره کولی تاوان سره مخ یو او باید مونږ ته ټرینېنګونه راکړل شي، ترڅو خپله هر څه زده کړو او خپل فصل د عصر مطابق وپالو.»
کروند ګر نیوکه کويچې د طالبانو حکومت له لوري د دوی په نوم د مرستندویه ادارو مرستې هم نه ور رسېږي، چې دې چارې له ګڼو مالي زیانونو سره مخ کړي. د کروندګرو په وینا، د دوی په نوم راغلې کرنیزې مرستې د طالبانو او قومي مشرانو له لوري حیف و میل کېږي او غوښتنه کوي چې مرستندویې ادارې دې په دې برخه کې بشپړه څارنه وکړي؛ ترڅو کرنیزې مرستې حقدارو کروندګرو ته ورسېږي.
کروندګر جمیل الرحمن له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: « طالبان چې راغلي ما کومک نه دی لیدلی، نه راته چا یو چارک سره راکړې، نه یو چارک تخم، نه دوا او نه نور وسایل، هر څه په خپلو پیسو اخلم، بعضې کومکونه طالبان ځانته ووهي، بعضې ملکان ووهي، مونږ تش لاس ناست یو، موسسات باید د دې نظارت وکړي او حق حقدار ته ورسوي؛ ځکه چې مونږ ډېر غریب یو او د دې هر څه د اخېستو توان نه لرو.»
د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین بیا د کروندګرو شکایتونه او نیوکې نه ردوي؛ خو وايي یو شمېر کروندګرو ته یې د اېنجې د کرلو او پاللو روزنه ورکړې او هغوی چې روزنه نه ده لیدلې، په راتلوونکې کې به د روزنیزو پروګرامونو برخه شي.
د دغه ریاست طالب ویاند اجمل سبحاني وايي، وخت ناوخت یې له کروندګرو سره د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو مرسته کړې او هڅه کوي چې پاتې کروندګرو سره هم د مرستندویه ادارو پرمټ لازمې مرستې وکړي.
اجمل سبحاني وايي: «مونږ په ننګرهار کې د اېنجې ډېرو بزګرانو سره د سرو، تخمونو او دوا مرسته کړې، خو څوک چې پاتې دي د هغوی شکایت منو او هڅه کوو چې په راتلوونکو پلانونو کې له هغوی سره مرسته وکړو او هم ورته د اېنجې او نورو کښتونو په برخه کې روزنه ورکړو.»
د ننګرهار د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست لپاره مسوولانو د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په په بهسودو، سره رود، حصارک، کوټ، ګوشتې او هسکې مېنې ولسوالیو کې پر ۴۷ جریبه ځمکه اېنجه کرل شو، چې تر اوسه یوازې په سره رود ولسوالۍ کې په حاصل رسېدلې او د شیرې ټولونې لړۍ یې عملاً پیل شوې ده.





