د بشر حقونو ضد پالیسیو او سیاستونو سره پر افغانستان د طالبانو انحصارګرې ډلې ولکې پر خلکو ژوند دومره تریخ کړی، چې د دنیا له هر ګوټ او هر چا څخه چې د بدلون غږ راپورته شي، د هیلو یوه ډيوه د خلکو په زړونو کې بله کړي، که دا ناره ان که د ناکامو سیاستوالو له خوا هم وي.
له بلې خوا، په فساد له ځینو ککړو سیاستوالو څخه چې خلک کومې خاطرې لري او دا چې له قوم او خلکو څخه بې ځایه استفاده کړې، د خلکو ترمنځ بې باوري زیاته کړې او د دغې بې باورۍ راګرځول هم اسان کار نه دی. خلک پوښتي: څنګه ډاډه شو، چې تاسې پخوانۍ سناریو څنګ ته کړې او پر ولسواک نظام مو باور پيدا کړی دی؟ له کومه ډاډه شو، چې تاسې خپلې تېرې کارنامې اصلاح کوئ او د خلکو په ګټه یوه نوې پاڼه اړوئ؟ که پرله پسې ماتې د عبرت ټکی شوی وي او تاسې يې بدلون او سمون ته اړ کړي يئ، د دغه بدلون نښې څه دي او شواهد يې کوم دي؟
خلک پوهېږي، چې طالبان، مجاهدین، د کيڼ اړخو ګوندونو غړي او قومي ډلې چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې برخه لري، د افغانستان د متناقض واقعیت یوه برخه ده او په دې هم پوهېږي، چې د یوې برخې حذف او د بلې هغې یکتازي حللاره نه ده؛ بلکې د یوه بل منل، مدارا، همکاري او د بېلابېلو ډلو پيوستون یوازینۍ حللار ده. خلک پوهېدلي چې د واک پر سر شخړه د دغې خاورې د وروستیو سلو کالو تر ټولو ژوره ستونزه ده. ځکه د سیاسي ډلو تر ټولو لوی ارمان چې ځان ته تعریف کړی و، د واک د ثقل د مرکز په توګه د ارګ فتح کول و او اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دغه لژانده معادله او سر تر پښو ناسمه هغه یوه اړخ ته کېښوول شي.
پر واک لانجه باید په واک کې ډموکراتیک ګډون ته خپل ځای وسپاري. لاره یې دا ده، چې واک له ارګ څخه واخیستل شي او کلیو، ښارونو، ولایتونو او زونونو ته ووېشل شي. سیمبولیک ارګ چې واک ونه لري، لکه په ولسواکو هېوادونو کې چې دی، چا ته وسوسه نه شي جوړولی. په واک کې د خلکو ګډون د مافیايي کړیو د برخې اخیستلو په مانا نه ده؛ بلکې د واک اصلي تکیه ګاه ته د خلکو د رایو ارتقا د مشروعیت بنسټیزه ستنه او د واقعي برخلیک تعیین کوونکې ده. د دغه کار لپاره له ریاستي څخه پارلماني هغه ته د نظام بدلون کافي نه دی؛ بلکې په ټولو کچو کې د انتخابي او ځواب ویوونکو مسوولانو ګومارل مهم دي. د مسوولانو د انتخابېدو اساس هم باید قومي مسایل او ایډيالوژيک شعارونه نه وي؛ بلکې د خلکو د ژوندانه د ښه والي لپاره کارنده پروګرام درلودل یې باید اساس وي. له همدې لارې د واک لېونی افسون په افغانستان کې ماتولی شو، چې بل کس پرې نه وینه تویه کړي او نه هم تبهايي جوړه.
اوس چې افغانستان په یوه تاریخي کړکېچ کې ښکېل دی او طالب واکمن هم د مشروع نظام د جوړاوي توان او ظرفیت نه لري، د نوي نظام د جوړاوي لپاره ښه وخت دی، چې ورسره ناورین ختم او ټیکاو او سوکالي راوستل شي. د دې مشروع غوښتنې لپاره، خو که طالبان د خلکو غوښتنې ته غاږه کېنږدي، د وسله وال مقاومت په ګډون د فشار ټولو ابزارو ته له لاس اچولو پرته بله لار نشته؛ بلکې دا لار د ستم پر وړاندې د درېدلو په توګه په ملي وجیبې او دیني فریضي اوړي.