۸صبح، بغلان: د بغلان سیمهییزې سرچينې وايي چې طالبانو په دغه ولايت کې د مقاومت په نوم جبهې د يو قوماندان حاجي عبدالرحمن له نيول کېدو وروسته د هغه څلور زامن او دوه نور خپلوان نيولي دي.
سرچینو جمعه د لړم پر ۲مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا شپږ کسان په «بنو اندرابها» ولسوالۍ کې له خپل کور څخه نیول شوي دي.
د سرچينو په وینا، د حاجي عبدالرحمن يو زوى له رواني ناروغۍ کړېږي.
تر اوسه د دې کسانو د نيول کېدو لامل څرګند نه دی، خو سرچينو زياته کړې چې طالبانو دا کسان د مقاومت له جبهې سره پر همکارۍ تورن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې حاجي عبدالرحمن هم شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې په پلخمري ښار کې یو ډاکټر ته د مراجعې پرمهال د طالبانو استخباراتو له خوا نیول شوی و.
حاجي عبدالرحمن د مقاومت په نوم جبهې یو قومندان دی چې د ۱۴۰۱ کال په اوړي کې یې خپل زوی محمدزمان په اندراب کې له طالبانو سره په جګړه کې له لاسه ورکړی و.





