۸صبح، کابل: د افغانستان د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په پروان او کاپیسا کې پر طالبانو د دغې جبهې د ځواکونو د دوو جلا جلا بریدونو په ترڅ کې درې طالب جنګیالي وژل شوي دي.
نوموړې جبهې شنبه د لړم پر ۲۶مه د فېسبوکپاڼې له لارې په یو خپاره کړي بیان کې لیکلي چې پر طالبانو لومړی برید د جبلالسراج په «پُل مټک» سیمه کې شوی دی.
په دغه برید کې یو طالب وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د بیان پر بنسټ، پر طالبانو د مقاومت جبهې ځواکونو دویم برید د کاپیسا په دویمې حصې ولسوالۍ کې شوی دی.
په دغه بريد کې چې تېره شپه شوی، د طالبانو د «افتاب» فرقې د دويمې لوا اړوند دوه طالبان وژل شوي دي.
د بیان له مخې، دوه میله وسلې هم د مقاومت جبهې ځواکونو لاس ته ورغلي.
په پروان او کاپیسا کې د طالبانو مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم دغې جبهې د کابل ښار په اتمه حوزه کې د درېیو طالب جنګیالیو د وژل کېدو ادعا کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د پروان ولايت په جبلالسراج ولسوالۍ کې سرچينو له طالبانو سره په نښته کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.





