۸صبح، کابل: د افغانستان د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په کندوز کې پر طالبانو د دغې جبهې د ځواکونو د برید په ترڅ کې درې طالب جنګیالي وژل شوي دي.
نوموړې جبهې د فېسبوکپاڼې له لارې په یو خپاره کړي بیان کې لیکلي چې دا برید شنبه د لړم پر ۲۶مه، شپهمهال شاوخوا ۷:۴۵ بجې د کندوز ښار په واټ کې د طالبانو د استخباراتو پر عمومي مدیریت شوی دی.
د بیان پر بنسټ، د طالبانو د استخباراتو دوه جنګیالي ټپیان شوي هم دي.
همداراز د دغې ډلې یو موټر هم له منځه تللی دی.
په کندوز کې طالب سیمهییزو مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم د مقاومت جبهې په بدخشان کې د یو طالب د وژلو ادعا کړې وه.





