۸صبح، کابل: په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، له افغانستانه ملاتړ د یوې باثباته نړۍ د رامنځته کولو هڅه ده.
هغه ټینګار کړی چې له افغانستانه ملاتړ یوازې بشري مرستې نه دي، بلکې د یوې خوندي او باثباته نړۍ د رامنځته کولو لپاره پانګونه هم بلل کېږي.
جمال په سیول کې له «کوریا ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې د جنوبي کوریا له حکومت او خلکو غوښتي چې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ص
هغه ټینګار کړی چې د دغه هېواد حکومت او خلک کولای شي له پناه غوښتونکو سره د مرستې له لارې د یوې خوندي او باثباته نړیوالې فضا په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
د جمال په وینا، د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او د چین، پاکستان او ایران په ګډون له اوو هېوادونو سره ګډه پوله د دغه هېواد ثبات د نړیوالې ټولنې لپاره مهم کړی دی.
جمال خبرداری ورکړی چې د افغانستان وضعیت ته نه پاملرنه پراخې نړیوالې پایلې لرلای شي.
د هغه په وینا، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې چې ډېر راستنېدونکي د هویت د اسنادو، سرپناه او کاري فرصتونو د نشتوالي په څېر ستونزو سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د دغو ستونزو د یوې برخې د حل لپاره له راستنېدونکو سره د هویت د اسنادو په ترلاسه کولو، د استوګنځایونو په برابرولو، د کارموندنې او نغدي مرستو په برخو کې همکاري کوي.






