د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دوحه کې د قطري منځګړو له لارې د واشنګټن او تهران ترمنځ د باور جوړونې په موخه د ایران د اووه ورځنۍ طرحې په اړه د امریکا ځواب ترلاسه کړی دی.
رویټرز خبري اژانس چهارشنبه د سپټمبر پر۳۰مه، د خبرو اترو له بهیره د یوه باخبره چارواکي په حواله راپور ورکړی چې عراقچي د سې شنبې په ورځ د دغه پلان په اړه د امریکا ځواب ترلاسه کړی دی.
د دغه راپور له مخې، د اقداماتو د پلي کېدو ترتیب لا هم د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف تر ټولو مهمه موضوع ده.
دغه چارواکي زیاته کړې چې تمه ده عراقچي د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د امریکا ځواب وڅېړي.
ایران تېره اوونۍ د اووه ورځنۍ طرحې وړاندیز کړی و چې له مخې یې عراقچي ویلي وو، که اړین شرایط برابر شي، هرمز تنګی بېرته پرانیستل کېدای شي او له دې لارې به د بېړیو عادي تګ راتګ بیا پیل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته دغه وړاندیز رد کړ او له هغې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د قطر منځګړیتوب دوام وموند.





